د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ایران کې د افغان سفیر د احضارېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت محتاطانه غبرګون


ایران کې د افغان سفیر احضارېدل
ایران کې د افغان سفیر احضارېدل

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان سفیر د احضارېدو په اړه محتاطانه غبرګون وښود.

ایران پرون شنبه په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال احضار کړ او افغانستان کې یې د ایران پر ضد د شویو مظاهرو په اړه خپل اعتراض ورته وړاندې کړ.

دغه وزارت ومنله چې په تهران کې د دوی سفیر د ایران په ضد د افغانانو د سوله‌ییزو مظاهرو او اعتراضونو په غبرګون کې احضار شوی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان سفیر ایراني چارواکو ته څرګنده کړې چې مظاهره د هر افغان حق دی او که چېرې مظاهرو کې ګډوډي شوي وي، مؤظف ارګانونه به‌یې وڅېړي.

په دغې خبرپاڼه کې چې تېر ماخوستن خپره شوه، نه‌دي ویل شوي چې افغان سفیر ته د ایران له‌خوا سپارل شوي اعتراضي یادښت ته د افغان حکومت ځواب څه دی.

پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم ایران کې له افغانانو سره د شوي زورزیاتي په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې ژر دغه هېواد ته یو لوړپوړی افغان پلاوی ولېږل شي.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د شته هوکړه‌لیکونو په رڼا کې د کډوالو په ستونزو، سرحدي موضوعاتو او کډوالو ته د الکترونیکي تذکرو په وېش خبرې وکړي.

د افغانستان په یو شمېر ښارونو او ځینو اروپایي هېوادونو کې افغانانو په دې وروستیو کې د ایران په ضد مظاهرې وکړې او په هغه هېواد کې یې له کډوالو سره د زورزیاتي وروستۍ پيښې وغندلې.

مظاهرې په ایران کې د افغان کډوالو د یوه موټر د سوځولو او هلته هریرود سیند ته د لسګونه افغانانو د اچولو په غبرګون کې وې.

دې دواړو پېښو کې ۱۵ افغان کډوال ووژل شول، یو شمېر ټپیان او ۱۷ نور تر اوسه تري تم دي.

په کابل کې د ایران سفارت مخ ته لاریون او اعتراض
په کابل کې د ایران سفارت مخ ته لاریون او اعتراض

په ټولنیزو رسنیو کې د ایران په وړاندې د افغان حکومت په نرم دریځ نیوکه شوې او هلته د افغان سفیر احضارېدل نا مناسب کار بلل شوی دی.

افغان خبریال او د چارو کتونکی ولي‌الله شاهین وایي، بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د افغانانو هېڅ سم استازیتوب نه‌کوي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "د افغانستان د خارجه وزارت نرمه لهجه او پڅه ژبه د سفیر د احضار په اړه دقیقاً خواشینوونکې ده، ایران له افغانانو سره ډېر ظلمونه وکړل، ژوندي یې په اور وسوځول، اوبو کې یې ډوب کړل او خپلو خارجي جنګونو کې یې وجنګول، ایران اوس سوله‌ییزې مظاهرې هم نه‌شي زغملی، ایران فکر کوي چې افغانستان د دوی کوم ایالت دی او دلته باید هېڅ کومه خبره د دوی په مخالفت کې ونه‌شي."

افغانستان کې د ایران په ضد له مظاهرو سربېره په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د افغان کډوالو د ځورولو په غبرګون کې د هشتګونو کمپاین هم پیل کړ.

دې کمپاین کې له ایراني چارواکو غوښتل شوي چې هلته د دېره افغانانو ژوند ته ارزښت ورکړي.

XS
SM
MD
LG