د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

کابل او هلمند کې لسګونه کسانو د ایران ضد مظاهره وکړه


کابل کې د ایران سفارت مخ ته مظاهره
کابل کې د ایران سفارت مخ ته مظاهره

لسګونه کسانو پرون په کابل او هلمند کې د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغان مسافرو د وژنې په غبرګون مظاهره وکړه.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.

دوی په خپلو شعارونو کې د ایران رژیم د افغانانو وژونکی وباله او ویل‌یې چې د خپلو وطنوالو افغانانو وینې نه‌وربخښي.

دا افغان فعالان او خلک یکشنبه ماسپيښين مهال د همبستګي ګوند له‌خوا دې اعتراضي غونډې ته وربلل شوي وو.

د دې ګوند ویاندې سیلۍ غفار په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "د خامنه‌يي د خونکاره رژيم له‌خوا د زحمتکښو سوځول او په اوبو غرقول نه‌بخښونکی جنایت دی."

افغان چارواکو تأیید کړې چې د ایران په یزد کې تېره چهارشنبه له افغان مسافرو یو ډک موټر په مرمۍ ویشتل شوی او بیا یې اور اخیستی چې په‌کې درې کسان مړه شوي، اته تنه ټپیان دي او نور چې بچ دي د پناه غوښتونکو په کمپ یا اردوګاه کې ساتل کېږي.

د راپورونو په اساس د افغان مسافرو دا موټر که څه هم وړوکی ښکاري، خو په‌کې له ۱۰ زیات افغان مسافر ناست و.

قاچاق وړونکي اکثر ایران ته په لار په وړو او تېز رفتاره موټرو کې افغان مسافر ډېر جوخت سره کېنوي او تر اصلي ظرفیت هم څو برابره سورلۍ انتقالوي.

سره له دې چې د کرونا ویروس په خاطر د خلکو راټولېدل ستونزمن بلل شوي، خو دې پېښې پرون په کابل سربېره په هلمند کې هم مدني فعالان او عام خلک وپارول او د ایران ضد مظاهرې یې وکړې.

د هلمند یوه مدني فعال عبدالولي پتیال د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا له ایران سره د يادو پېښو په خاطر د جدي چلند غوښتنه وکړه.

دی وايي: "موږ پر مرکزي دولت دا غږ دی چې بس دی ډېر ژر اړیکې ورسره پرې کړئ. نور مو سفارت ورسره بند کړئ دا په همسایه‌توب نه‌پوهېږي. په نړیوالو هم زموږ دا غږ دی چې هر څومره ژر کېږي په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول شي."

د هلمند یوه بل مدني فعال او قومي مشر عبدالباقي افغان سیاستوال او حکومتي مشران ګرم وبلل چې د ایران په وړاندې قاطع عمل نه‌کوي.

تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ټپي شويو افغانانو سره وکتل
تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ټپي شويو افغانانو سره وکتل

هغه وویل: "زموږ د وطن اوبه هم څښي او بیا زموږ وطن ته په بده سترګه ګوري. حکومت څخه دا غواړو چې تاسو ولې داسې چپه خوله پاته کېږئ؟ اې سیاستوالو تاسو ولې په دغه رقم فکر کوئ. سبا به ستاسو زامن هم همداسې وژني تاسو به هم سوځوي. ولې دا زموږ د وطن د خلکو دفاع نه‌کوئ."

د افغان مسافرو د موټر د سوځېدلو او د هغه افغان زلمي وېډیو چې بدن‌یې نیم سوځېدلی او اوبه غواړي په فېس‌بوکونو، ټویټر او یوټیوب کې په لکونه ځل کتل شوې او خلک‌یې سخت پارولي دي.

د ټولنیو رسنیو په تېره بیا فېس‌بوک او ټویټر زرګونه کاروونکو "کمی_آب_بیار_که_سوختم" لږې اوبه راوړه چې وسوم په نوم هشټګونو سره د افغان مسافرو په وړاندې د ایراني پوځیانو چلند غندلی او د عدالت د ټینګښت غږ یې پورته کړی.

په یزد کې د افغان مسافرو په موټر باندې ایراني پوځیانو داسې وخت ډزې کړي چې د هریرود په سیند کې د لسګونه افغان کارګرو د غرقولو له پېښې لا میاشت نه‌ده پوره.

د ثور په ۱۲مه د افغانستان او ایران ګډې پولې سره ۴۶ افغانان د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د ډزو او وهلو په زور اړ شوي و چې ځانونه سیند ته واچوي چې په دې پېښه کې افغان چارواکو د ۱۲ افغان کارګرو مړي له اوبو را وایستل، ۱۷ تنه له اوبو ژوندي ووتل او د ۱۷ نورو لا مړی او ژوندی ورک دی.

ډوب شوي افغانان
ډوب شوي افغانان

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل چې په یزد کې د پېښې جدي پلټنه او پوښتنه کوي او د هریرود د څه وخت مخکې پېښې جزئیات هم په لوړه کچه تعقیبېږي.

سفیر لېوال زیاته کړه چې دی په خپله یزد ته تللی و او هلته‌یې ایراني چارواکو ته جدي سپارښتنه کړې چې له افغان تپيانو سره ښه چلند وکړي او هغوی د دې سپارښتنې د پر ځای کولو ترڅنګ ویلي چې د پېښې اصلي مسبب به ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د دې غمجنې پېښې له راپېښېدو په لومړنیو لحظو کې موږ اقدام کړی دی. د رسمي مراجعو له طریقه مو دا پېښه څېړلې ده. دوی (ایراني چارواکو) د نورو مسببینو ترڅنګ د دې پېښې د موټر ډرېور اصلي مسبب ګڼلی چې د تېښتې هڅه‌یې کړې ده او د ده د سرعت په نتیجه کې تر ډزو وروسته موټر اور اخیستی. دوی (ایراني چارواکو) ویلي چې دا موټر چلوونکی پېژندل شوی او ډېر ژر به‌یې ونیسي."

په یزد کې له ایراني چارواکو او پېښه کې ټپي شویو کسانو سره د افغان سفیر لیدنه
په یزد کې له ایراني چارواکو او پېښه کې ټپي شویو کسانو سره د افغان سفیر لیدنه

تهران کې افغان سفیر: یزد کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغانان مړه شوي

'ایران کې د وروستۍ پېښې عاملان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي'

په لومړي سر کې ایراني چارواکو دا نه‌تأییدوله چې پوځیانو یې د افغان مسافرو موټر په ډزو ویشتلی، خو د وېډیوګانو او څېړنو تر پيل وروسته‌یې ومنله چې پوځیانو یې په هغه موټر ډزې کړي چې له دوی وتښتېد او د مخدره توکو د انتقالوونکو شک پرې کېده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي او یوازې یې د یزد د سیمه‌ییزو چارواکو په څرګندونو کفایت کړی دی.

د ایران پوځ او ټوله کې حاکم رژیم له افغان کډوالو او هغو افغانانو سره چې ایران ته په قاچاق ځي په سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند تورن دي.

ایران د نږدې درېیو میلیونو افغانانو کوربه بلل شوی چې له دې ډلې یو میلیون په قانوني توګه هلته اوسېږي او پاتې نور یې له قاچاقي لارو ایران ته تللي چې اکثر له همدې ډلې سره د ایراني رژیم د ناوړه چلند، وهل ټکولو او ان وژنو راپورونه خپرېږي.

ایراني چارواکي بیا د دې ادعا لري چې دوی کلونه‌یې د افغانانو ښه کوربه‌توب کړی او اوس مرسته ورسره کوي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG