د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

لېوال: ایران د یزد پېښه کې ښکېل کسان د قانون منګلو ته سپاري


عبدالغفور لېوال په یزد روغتون کې د ټپي شویو افغانانو د لیدلو پرمهال.
عبدالغفور لېوال په یزد روغتون کې د ټپي شویو افغانانو د لیدلو پرمهال.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، ایراني چارواکو ژمنه ورکړې چې په یزد ولایت کې د افغانانو په وژلو کې لاس لرونکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

په ایران کې د افغانستان سفیر وايي، ایراني چارواکي ورته ویلي چې د دغه هېواد په یزد ولایت کې به د وژل شویو افغان پناه غوښتونکو د موټر چلوونکی ونیسي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران پولیسو پر هغه موټر ډزې وکړې چې افغان وګړي په کې سپاره وو.

تر ډزو وروسته موټر اور واخیست او بیا د سړک د غاړې له کټارې سره ټکر شو.

په دې پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر تاییدوي چې ایراني پولیسو ټپیان په روغتون کې زولانه کړي وو.

ښاغلي لېوال دا خبره له عصمت څاروان سره په دې مرکه کې وکړه چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG