د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

رينا اميري ملګروملتونو کې د قطر له دايمي استازې سره د افغان نجونو پر مسئله خبرې کړي


رينا اميري
رينا اميري

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازې شیخا عالیه بنت احمد بن سیف الثاني د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي دي.

دې وزارت پرون یکشنبې په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو حالاتو او د افغان ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د زده‌کړو د حق د ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړې.

په بیان کې په دې اړه نور جزيیات نه‌دي ور کړل شوي او رینا امیري هم له خپله اړخه د دغې کتنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو، له دې مخکې یې تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي و چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو تر منځ د یووالي هڅو ته دوام ورکړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانيستل شي خو ښوونځي د هغو نجونو لپاره تړل شوي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي.

یوان‌ایچ‌سي‌ا‌ر په یوه ټویټ کې د فرهانۍ په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هېرې نه‌کړي.

سبا سه‌شنبې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال پېلېږي، خو تر اوسه د دې هیڅ نښې نه لیدل کېږي چې د نوي کال له پيلېدو سره به د طالبانو حکومت ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي.

طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي دي.

طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي دي.

دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې پوهنتوني زده‌کړې بېرته پيل کړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم چې په تېره قوس میاشت کې یې ښځې او نجونې تر امر ثاني پورې له پوهنتوني زده‌کړو را ګرځولې، پرون په کابل کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون په غونډه کې اداري ټکنۍ چارې د کارونو د پر مخ وړلو په وړاندې یو لوي خنډ وباله، خو نوموړي د دې هیڅ یادونه ونه‌کړه چې کله به د پوهنتونونو دروازې بېرته د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي.

نوموړي وويل: "په هغو سفرونو کې چې د هېواد مختلفو ولایتونو ته مې وکړل او له استادانو، محصلینو او مراجعینو سره مې وکتل، یوازینی شکایت او مشکل دا وو چې چارې ډېرې معطلې کېږي. د یوه استاد مقرري څو میاشتې وخت نیسي، د محصل د ډېپلوم ورکول میاشتې، میاشتې وخت نیسي، یو جزئي کار څو اونۍ وخت نیسي."

پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه تل د نړيوالې ټولنې له اندېښنو او غبرګونو سره مل و.

طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې، طالبان په سیسټماټیک ډول غواړي ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG