د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د مارچ اتمه او پر افغان مېرمنو د طالبانو بنديزونه؛ ښځې او فعالانې څه وايي؟


يو شمېر افغان مېرمنې، ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې، ارشيف

نن د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د طالبانو د محدوديتونو له امله دا ورځ په ښکاره ډول نه‌شي نمانځلی.

افغان مېرمنې چې د زده‌کړو او کار په ګډون له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی د محدوديتونو له لګېدلو وروسته یې ژوند له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مل دی.

د طالبانو په یو نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو ډېر محدوديتونه وضع شوي دي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه‌لري، له پوهنتونونه منع شوي او له ځینو محدودو ادارو پرته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه هم نه‌لري.

په ټولنیزو فعاليتونو کې د ښځو حق سلب شوی، پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه حمامونو ته نه‌شي تللی او له محرم پرته یوازې سفر هم نه‌شي کولای.

د ښځو د نړيوالې ورځ په مناسبت افغان نجونې او ښځې له نړيوالې ټولنې غواړي چې، د خپلو اساسي حقونو په بېرته ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

"کله چې موږ له ښوونځي ووتلو، چاودنه وشوه. لاسونه، پښې او یوه سترګه مې زخمي شوه

زده‌کوونکې شکیلا کریمي له نړيوالې ټولنې تمه لري چې، د ښوونځيو په بېرته پرانیستلو کې له دوی سره همکاري وکړي.

شکیلا چې د طالبانو له واکمنېدو درې میاشتې مخکې د سیدالشهدا ښوونځي په وړاندې په چاودنه کې ټپي شوې، ازادي راډيو ته یې وویل، هیله لري خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي: "کله چې موږ له ښوونځي ووتلو، چاودنه وشوه. لاسونه، پښې او یوه سترګه مې زخمي شوه، چې تر ټولو ډېره مې سترګه ټپي شوه. زه فکر کوم چې یوازېنی جرم مې زده‌کړې وې، هیله مې دا ده چې بېرته روغه شم او وکولای شم خپلو درسونو ته دوام ورکړم. له نړيوالې ټولنې زما غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو دروازې پرانیزي چې زما غوندې نجونې وکولای شي، خپلو درسونو ته ادامه ورکړي او خپلو هیلو او هدفونو ته ورسېږي."

يوه افغانه زده‌کوونکې
يوه افغانه زده‌کوونکې

د سیدالشهدا پر ښوونځي برید کې ۱۰۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

طیبه چې د کابل د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال محصله ده وايي، دا چې د یوې نجلۍ په توګه له زده‌کړو محرومه شوې ده، خپل راتلونکي ته ناهیلې ده.

دا هم د خپل حق د لاسته راوړلو په خاطر د عدالت او مرستې غوښتنه کوي.

اغلې طيبه وايي: "دا چې نجونې یوو، په دې خاطر یې زموږ حق تر پښو لاندې کړ، نجونې او ښځې به تر کله له درسه محرومې پاتې کېږي او راتلونکی به یې څه کېږي؟ موږ عدالت او مرسته غواړو، زموږ حق دې نه خوري، حد اقل د درس ویلو اجازه دې موږ ته راکړي، زموږ خپل حقونه دې راکړي. زموږ راتلونکی باید داسې نامعلومه نه وي، موږ هیله لرو چې په نوي کال کې درسي بهیر پیل شي او هر څه د پخوا په څېر شي."

یوه افغانه مېرمن چې دوه میاشتې مخکې په یوه نادولتي اداره کې له کاره منع شوې، وايي دې او نورو همکارانو ته یې ډېرې اقتصادي او رواني ستونزې پیدا شوې دي.

دا مېرمن چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، د خپلو اړتیاو د پوره کولو په خاطر مجبوره ده چې قرض وکړي.

نوموړې وايي: "هغوی چې له کاره منع شوی، طبعاً پر ژوند به یې منفي اغېز کړی وي، کله چې کور ته څه اخلي، پوروړي کېږي یا هم اړ کېږي چې له وطنه کډه وکړي، ټول ناهیلي یوو او حیران یوو چې څه وکړو، ټول په یوه بحراني حالت کې یوو."

تر دې مخکې ملګرو ملتونو، امریکا او د نړۍ ګڼو هېوادونو په ښځو د طالبانو بندیزونه غندلي وو او غوښتنه یې کړې وه چې دا محدوديتونه لرې شي.

په یوه تازه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو دا چلند د بشريت ضد جنایت ګڼل کېدلای شي.

ښاغلي بېنټ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې وویل، د طالبانو عمدي او سنجول شوې پالیسي دا ده چې، د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې او هغوی له ټولنې څخه حذف کړي.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه چې په افغان نجونو او ښځو به د طالبانو محدوديتونه کم شي که نه؟ ځواب نه وايي، خو تر دې مخکې یې تل د ښځو حقونو د نقضولو په برخه کې شته نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

په اسلام او شرېعت کې دا ډول بندیزونه نه‌شته."

خو د دیني مسایلو یو پوه محمد محق وايي، په دین او شریعت کې د ښځو پر زده‌کړو او کار هيڅ ډول بندیز نه‌شته او د نوموي په خبره طالبان د خپل سیاسي لیدلوري په خاطر پز ښځو لګول شویو بندیزونو ته دیني رنګ ورکوي.

ښاغلی محق وايي: "دا چې نن په افغانستان کې ښځې له خپلو طبیعي حقونو محرومې دي، په حقیقت کې اسلامي ریښه نه‌لري او دا سیاسي پرېکړه ده چې دوی مذهبي رنګ وربښي، خو په واقعېت کې داسې نه‌ده، په اسلام او شرېعت کې دا ډول بندیزونه نه‌شته."

په تېر جمهوري حکومت کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره او د رواداري سازمان اجرائیوي رئیسه شهرزاد اکبر وايي، که څه هم پر ښځو د محدوديتونو د لرې کولو په برخه کې د نړۍ هڅو ځای نه‌دی نیولای، خو له اسلامي هېوادونو غواړي، چې د افغان ښځو د سخت ژوند په بدلولو کې دې ونډه واخلي.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

نوموړې وايي: "متاسفانه نور هيڅ هیله نه‌شته، په نړيواله سطحه هڅو ځای نه‌دی نیولی، په رواداري کې زموږ غوښتنه په دې متمرکزه ده چې له هېواده بهر او دننه د افغان فعالانو او بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړو او له دې لارې فشار راوړو چې په ښځو لګول شوي محدوديتونه لرې شي، همدا ډول د سیمې او اسلامي هېوادونه باید په دې برخه کې ډېر فشار راوړي."

خو یو شمېر ښځينه فعالانې بیا وايي، د نړيوالې ټولنې هڅې عملي نه وې او تر دې دمه یې یوازې شعارونه ورکړي، ځکه د افغان ښځو په ژوند کې څه مثبت بدلون نه‌دی راغلی.

د ښځو د حقونو یوه فعاله ترنم سعیدي وايي، د ښځو حاشیې ته کول په اوږد مهال کې د افغانستان او راتلونکي نسل لپاره ډېرې ناوړه پایلې درلودلای شي.

اغلې سعيدي وايي: "ښځې اوس په افغانستان کې هېڅ حق نه‌لري او اوس بیخي حاشيې ته شوې دي. وخت یې راغلی چې نړيواله ټولنه خپله چوپتيا ماته کړي او ژر تر ژره د طالبانو د ښځو ضد کړنو په خلاف یو اقدام وکړي. هیله لرم چې د راتلونکي کال د مارچ په اتمه وطن او د وطن ښځې خپلواکې وي."

د ښځو نړیواله ورځ؛ د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي سره خبرې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:27 0:00

شپږ ورځې مخکې د امریکا د استازو جرګې د نړيوالو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک‌کال هم ویلي وو چې، هېواد یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی او نیوکه یې وکړه چې، یوازې د طالب چارواکو په سفرونو بندیر بسنه نه‌کوي او په دې برخه کې یې د مهمو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د دې نیوکې او اندېښنې په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي وویل، دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې طالبان د خپلو کړیو ژمنو په بنسټ حساب کتاب ته کېنوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG