د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه وښوده


ارشیف: کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند انځور
ارشیف: کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د ډنمارک د پراختیا او نړیوالې همکارۍ وزیر دان جورجېنسن وویل، په افغانستان کې تېر کال د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره ویجاړونکی و.

طالبانو وحشیانه فزیکي مجازات او په عامه ځایونو کې د خلکو اعدامول بیا پیل کړي دي.

جورجېنسن وايي: "په افغانستان کې تېر کال په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره ویجاړونکی و. د رسنیو کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو او ملاتړو یې په وېره تېر کړ. طالبانو وحشیانه فزیکي مجازات او په عامه ځایونو کې د خلکو اعدامول بیا پیل کړي دي."

واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو تېر میلادي کال کې څو تنه اعدام کړل.

په ډسمبر میاشت کې یې په فراه کې یو تن قصاص کړ او د کابل په ګډون یې په یو ډېر شمېر ولایتونو کې حد هم جاري کړی دی.

په دوی کې یو شمېر نجونې او ښځې هم وې چې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو ووهل شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیککا هاویستو بیا د افغان نجونو او ښځو شجاعت وستایه او ویې ویل، نړیواله ټولنه باید د مثبت بدلون لپاره د دوی له غوښتنو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د چېک صدراعظم پیټر فیالا هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت چوپ پاتې نه‌شي.

فیالا وویل: "د یو شمېر نورو هېوادونو لکه د ایران، افغانستان، میمانمار او کیوبا خلک اوس د بشري حقونو د نقض له امله ځورېږي. نړیواله ټولنه باید په دې اړه چُپه پاتې نه‌شي."

خو طالبان دا نه مني چې په افغانستان کې دې د چا حقونه نقض شوي وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي او د ځینو ستونزو د حل په اړه هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد داسې مهال په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب خبره کوي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه‌شي تلای او پوهنتونونو ته یې هم په تګ بندیز دی. تر خوا یې په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو کار منع اعلان شوی او په محدود شمېر ادارو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

په افغانستان کې دننه له طالبانو پرته په ټولو افغانانو هر ډول سیاسي فعالیت بند دی او ښځې تفریحي پارکونو، سرپټو لوبغالو او ښاري حمامونو ته هم د تلو اجازه نه‌لري.

خو له دې ټولو سره سره، طالبان ادعا لري چې افغانستان کې عدالت ټينګ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک هم د طالبانو په رژیم کې د هغو کسانو پر ضد د سختو بندیزونو خبره وکړه چې په خبره یې، د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

XS
SM
MD
LG