د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

جرمني پر ځینو طالبانو د سختو بندیزونو د لګولو هڅې کوي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې د خبرو پرمهال
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې د خبرو پرمهال

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي، د طالبانو په رژیم کې د هغو کسانو پر ضد د سختو بندیزونو هڅې کوي چې د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

د طالبانو د حکومت له لوري له تعلیم او کاره د افغان ښځو او نجونو محرومول هغه څه و چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پرې سخته غوسه وښوده او د سرغړونکو لپاره یې د جدي عواقبو ګواښ وکړ.

انالینا بایربوک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې تر ډېره د افغانستان اړوند په تېره بیا ښځو پر حقونو وغږېده.

هغې زیاته کړه: "هغه څه چې موږ یې شاهدان یو، د بشري حقونو تر ټولو وحشیانه او سیستماتیک سرغړونې دي چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه تصور کولای شو. او دا کړنې باید پایلې ولري له همدې امله موږ په اروپایي ټولنه کې د طالبانو په رژیم کې د هغو کسانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لپاره فشار واردوو چې د ښځو له حقونو څخه د دې ښکاره سرغړونې مسوولان دي."

نږدې ۵۳۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت د افغان نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي.

همدارنګه یې له تېر ډسمبر نجونې له پوهنتونو منع کړي او هم یې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

د طالبانو دا بندیزونه د دې لامل شوي چې ګڼې بهرنۍ او نړیوالې مرستندویه موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

ارشیف: د طالبانو د بندیزونو پر ضد په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور
ارشیف: د طالبانو د بندیزونو پر ضد په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دې مسئلې ته په اشارې وویل چې هېواد یې لا هم لېواله دی له اړمنو افغانانو سره ضروري مرستې وکړي.

هغې زیاته کړه: "موږ به ډاډمنه کړو له ټولو هغو افغانانو سره مرستې ته دوام ورکوو چې اوبو، خوړو او درملو ته اړتیا لري. او په عین حال کې به موږ له هغو کسانو سره د مرستو لېواله و نه اوسو چې له کاره د ښځو په ایستلو سره د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي."

د جرمني د بهرنیو چارو پر وزیرې سربېره د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هوتیفلت له افغان او ایراني ښځو د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.

اخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو په اهمیت خبرې وکړې او د خپلې وینا په یوه برخه کې یې د افغانستان په شمول په ځينو هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکو رپوټونو ته اشاره وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل له اول سره یې ژمنې کړي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامینوي.

د دوی ویاندویانو ویلي چې په طرزالعملونو کار کوي څو د ښځو د کار او تعلیم زمینه برابره کړي.

د نړیوالې ټولنې له پرله پسې فشارونو سره سره طالبانو محدودیتونه ورځ تر بلې زیات کړي او تر دې دمه یې د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې د بندیزونو د لرې کولو لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی.

XS
SM
MD
LG