د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

جرمني د طالبانو حکومت د افغانانو د حقونو په نقض تورن کړ


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخجن چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخجن چلند انځور

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې طالبان د افغانانو د حقونو په نقضولو تورن کړي او ویلي دي چې دا هېواد د افغانانو پر وړاندې د طالبانو له کړنو راضی نه دی.

زینب وايي، د پلار او ورور له وژل کېدو وروسته اوس دا په یوازې ځان د خپلې څلور کسيزې کورنۍ نفقه برابرونکې ده.

هغې وویل، پر افغانستان د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيل وړاندې په ښه ډول توانېده چې د خپلې کورنۍ او د ناروغې مور د درملنې لپاره پیسې پیدا کړي.

زینب مخکې د پوهنې وزارت په تلوېزیون کې دنده درلوده او دغه شان د ماشوم روزنې په یو مرکز کې روزنکې وه، خو اوس بې دندې ده.

نوموړې وايي، د پوهنې وزارت اړوند تلوېزیون دولتي دی او طالبان په دولتي رسنیو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.

زینب زیاته کړه: "په کرايي کور کې ژوند کوم. د کور ټول مسوولیت ماته را په غاړه دی او هره ورځ مې ناروغې مور ته اندېښمنه یم. کاشکې مې کولای شول چې د مور لپاره مې یو کار وکړم او د کورنۍ نفقه پیدا کړم چې له بده مرغه نه يې شم کولای."

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د سې شنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وویل چې طالبانو له افغانانو د ازادۍ حق اخیستی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک

هغې دغه شان وویل چې افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په وېره کې ژوند کوي او المان پتېلې چې د افغانانو تخلیه د ازبکستان له لارې پیل کړي.

د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل او له مېرمنو د کار حق اخیستل نور موارد وو چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ورته اشاره وکړه.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت غبرګون هم راواخلي، خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد او مرستیال ویاند يې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې دا هم وویل، دوى پرېکړه کړې چې له افغانستانه د یو شمېر افغانانو د تخلیې پروسه د ازبکستان له لارې عملي کړي.

ازبکستاني رسنیو د انالینا بربوک له قوله ویلي چې جرمنې غواړي، په میاشتني ډول زرګونه افغانان د ازبکستان له لارې یاد هېواد ته انتقال کړي.

د راپورونو پر بنسټ چې د جرمني او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې مسئله خبرې هم کړي دي.

مدني فعاله او پخوانۍ خبریاله سلما حیدري له افغانانو د جرمني له ملاتړه هرکلی کوي.

خو دغه افغانه مېرمن د دې پروسې پر شفافیت ټینګار کوي.

حیدري وویل: "پروسه يې باید شفافه وي. یو شمېر کسان توانېدلي دي چې د جعلي اسنادو په لرلو له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستانه ووځي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په داسې حال کې د ازبکستان له لارې جرمني ته د افغانانو د تخلیې په اړه خبر ورکوي چې دغه هېواد په همدا تېره میلادي مياشت اکټوبر کې اعلان وکړ چې ۳۷ زره نور هغه افغانان هم، چې له خطر سره مخ دي له افغانستان وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG