د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

په افغانستان او ځینو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې کمښت سره مخ شوي


ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې چې د مرستو وېش ته منتظرې دي.
ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې چې د مرستو وېش ته منتظرې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دغه سازمان د ښځو اجراییه رییسې سیما باهوس د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت په اړه په پرانیستي بحث کې ویلي چې په افغانستان او یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

سیما باهوس د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امنیت شورا غونډه کې په افغانستان او یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت نه اندېښنه وښوده.

اغلې باهوس ویلي چې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ښځو د مدني ټولنو ۷۷ سلنه موسسو هېڅ تمویل نه دی ترلاسه کړی همدا لامل دی چې دوی هېڅ اجراییوي پرګرامونه نه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو اجراییه رییسه سیما باهوس
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو اجراییه رییسه سیما باهوس

د هغې په خبره، د طالبانو له خوا په ښځو او نجونو د سیستماتیکو محدویتونو لګول افغان مېرمنې د حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونو ته مجبوره کړي، خو له بلې خوا بیا دوی بېرته د همدغه اعتراضیه غونډو او لاریونونو په بدل کې ځورول کېږي.

له دې وړاندې بیا طالبانو د نړیوالو اندېښنو سره سره ویلي چې دوی له افغان مېرمنو سره هېڅ ډول نامناسبه رویه نه ده کړې.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیرې لانا ذکیه نسیبې بیا انتقاد کړی چې اوس هم افغان نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي، خو د دوی له هغو هڅو یې ستاینه کړې چې د بېلابېلو لارې په ځانګړي توګه په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

له ښوونځي د ځينو ښځینه زده کوونکو بېرته ستنېدنه
له ښوونځي د ځينو ښځینه زده کوونکو بېرته ستنېدنه

لانا ذکیه نسیبې ویلي: "نږدې ۴۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولکي پورته ښوونځیو ته نه شي تللای. له هغې مودې راهیسې چې دا او دې ته ورته نور محدویتونه د طالبانو لخوا په مېرمنو وضع شوي دا د عربي متحده اماراتو لپاره د منلو وړ نه دي. په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو ژوند ته په کتلو سره دا معلومېږي چې دوی څه ډول د تاوتریخوالي لاندې ژوند کوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د زن ټایمز مدیر مسووله زهرا نادر چې هم په دې ناسته کې ګډون درلود د خپلې وینا پر مهال ویلي، د افغان مېرمنو غږ اوسمهال د طالبان د زور پر وړاندې یو جدي خنډ جوړ کړی او طالبان دمګړی د هغو مېرمنو مخه نیسي چې د دوی پر وړاندې غږ پورته کوي.

نادر وویل: "د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه ښځې دا بحث څاري، همدا شان په نورو جنګ ځپلو هېوادنو کي هم ښځې دا بحث څاري. که تاسو په افغانستان کې پاتې راشئ نو د ایتوپیا، برما، سوډان، او یمن ښځې به په دې پوه شي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وړاندې ښځې، سوله او امنیت د یوې تشې وعدې پرته بل هېڅ هم نه ده."

نوموړې له امنیت شورا نه غوښتې چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او ځان مطمینه کړي چې طالبان به په راتلونکي کې د بشري حقونو له سترو ناقضینو وګڼل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوي هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې په چا ظلم وشي او دا ټولې څرګندونې یې پروپاګنده یاده کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې په چا ظلم وشي، په چا تجاوز ازار او اذيت وشي. ټول کارونه به د قانون مطابق وشي. محاکم شته، ټولې ادارې کار کوي چې د دوی غږ واورېدل شي، حالت له پخوا ښه شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې خپل ۱۲ ورځنی سفر پای ته ورساوه.

هغه د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې طالبانو ته یې مشوره ورکړې څو په افغانستان کې ټول بشري حقونه د نړيوالو بشري سازمانو په اډانه کې ټينګ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG