د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

یوناما د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنستونو تړل له بشري حقونو سرغړاوی وباله


ارشیف: د افغانستان د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف: د افغانستان د یوه ښوونځي ټولګی

یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونیزو بنسټونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د پوهنتون محصله عاقله وايي، هر کال به یې دا وخت نوي تحصیلي کال ته چمتووالی نیوه، خو سږ کال دا چې د طالبانو حکومت نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي نو خپلې راتلونکي ته اندېښمنه ده.

عاقلې ازادي راډیو ته وویل: "دغه شپې او ورځې به موږ په یوه خاص امېد سره تېرولې، دې ته مو شېبې شمارلې چې پوهنتون شروع شي، خو سږ کال هېڅ تمه نه شته چې بیا به پوهنتون ته ولاړې شو، دومره یې دردولې یم چې بیان یې نه شي کېدلای."

د میدان وردګو اوسېدونکې بهشته تېر کال په نهم ټولګي وه چې د ښوونځي دروازې پرې بندې شوې.

بهشتې ازادي راډیو ته وویل چې ښوونځي ته د تللو لپاره یې جامې، بوټونه او درسي مواد برابر کړي او په دې تمه ده چې ښوونځي ته به د تګ اجازه ورکړل شي.

هغې زیاته کړه: "تېر کال مې د ښوونځي لپاره کالي، بوټونه، ټیکري، هر څه واخیستل، خو ښوونځي خلاص نه شول. سږ کال ډېره په تمه یم چې موږ ته د درس اجازه راکړل شي."

له کومې ورځې څخه چې افغان نجونې له زده کړو څخه لرې پاتې دي، د دوی کورنۍ هم ډېرې ورته ځورېږي.

د محمد اسماعیل لور د اتم ټولګي زده کوونکې وه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، دا چې د طالبانو په راتګ سره یې لور له زده کړو پاتې شوه نو دا مسئله ورته تدریجي مرګ دی.

هغه زیاته کړه: "زما لور چې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګي کې ده، له تېر کال را په دې خوا په کور ناسته ده، سږ کال هم لا معلومه نه ده چې دوی به زده کړو ته پرېښودل شي که نه؟ دا د افغان نجونو له پاره یو ناورین دی، په راتلونکي کې به یوه لویه جدي ستونزه جوړه کړي."

د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او په تېر ډسمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او په تېر ډسمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونیزو بنسټونو په تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، که څه هم په یوه میاشت کې به په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، خو په دې هېواد کې به په میلیونونو ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې وي.

یوناما دغه عمل له بشري حقونو څخه سرغړاوی او د ټولنې په زیان یې بللی او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د خلکو د ژوند او سالم راتلونکي د خوندیتوب لپاره دې همدا اوس اقدام وکړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ښوونې او روزنې سرپرست وزیر د دفتر له رییس سره خبرې وکړي، خو پوښتنې یې ځواب نه کړې.

د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او په تېر ډسمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د طالبانو دې پرېکړو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول، خو دوی تر اوسه خپلې دا پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG