د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

بلومبرګ: د حقاني وینا د طالبانو په لیکو کې ژور اختلاف او د ډلو شتون ښيي


د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

یوریشیا ریویو:

یوریشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار په برخو کې لګېدلو محدودیتونو ته کتنه کړې.

خپرونه لیکي چې د طالبانو دا اقدامات له جدي غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

طالبانو په تېر یوه نیم کال کې له شپږم د پورته ټولګیو زده کوونکې نجونې له زده کړو محرومې کړې دي، ښځو ته له کوره بهر د کار اجازه نه ورکوي او حتی پارکونو، ورزش خونو او حمامونو ته یې نه پرېږدي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې طالبانو په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي ټولنو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه او ورپسې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

خپرونې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د خبریال او حقوقپوه اسامه یمني هغه نظر رااخیستی دی چې وايي، د طالبانو د حکومت پرېکړې د دوی د فکري بحران څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په دوام سعودي عربستان، د نړۍ د تر ټولو زیاتو مسلمانانو لرونکې اندونیزیا اسلامي ټولنې، د مصر الازهر پوهنتون، د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر اسلامي هېوادونو پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه، خو طالبان، چې حکومت یې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی ادعا لري چې دوی شریعت تطبیقوي او وايي، د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

بلومبرګ:

امریکایۍ بلومبرګ خپرونې د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو راپورونو ته کتنه کړې.

بلومبرګ د واک د انحصار په اړه د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وروستی وینا ته اشاره کوي او لیکي د هغه څرګندونې که څه هم د ملاهبت الله آخوندزاده په ګډون د طالبانو د هېڅ چارواکي نوم نه دی په کې یاد شوی، خو تندې او له غوسې ډکې وې، ځکه ویې ویل چې دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د سراج الدین حقاني وینا د طالبانو په لیکو کې ژور اختلاف او د ډلو شتون ښيي که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د حقاني د څرګندونو په ځواب کې وویل چې که څوک د امیر یا د حکومت پر بل چارواکي انتقاد کوي نو باید په پټه یې ورته ووايي، نه دا چې د ده په وینا سپکاوی ورته وکړي.

د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا ایف بي آی د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې ثبت دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د ډېرو پېچلو انتحاري او ډله ییزو حملو د یوې برخې مسوولیت د ده په مشرۍ شبکې ته ورله غاړې و.

بلومبرګ په پای کې لیکي، حقاني او د طالبانو د سرپرست حکومت دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد ته اوسمهال د طالبانو د منځلارو مشرانو په سترګه کتل کېږي او د څارونکو په باور دوی هغه کسان دي چې نجونو او ښځو ته د ډېرو حقونو د ورکولو پلویان دي څو د دوی حکومت له نورې انزوا راووځي.

XS
SM
MD
LG