د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د افغانستان انلاین پوهنتون خپلې تدریسې چارې پیل کړي؛ پامیري: انلاین زده کړې ډېر ګټور پروګرام دی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته په افغانستان کې دننه او بهر د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د یو انلاین پوهنتون د جوړولو خبر ورکړی دی.

د کابل پوهنتون محصله زرغونه پامیري داسې وخت پوهنتون ته له تګ څخه منع شوه، چې یوازې یو کال زده کړې یې پاتې وې.

زرغونه چې دا مهال په «افغانستان انلاین پوهنتون» کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ازادي راډيو ته یې وویل چې د طالبانو د محدودیتونو له امله انلاین زده کړې د هغو نجونو لپاره د هیلو یوازینی څرک دی چې له خپلو ټولو اساسي حقونو په تېره بیا له زده کړو بې برخې شوي دي.

هغې وویل: "انلاین زده کړې ډېر ګټور پروګرام دی. له انلاین درسونو څخه مو ډېر څه زده کړل د پوهنتون له درسونو څخه پرته مو نور څه هم دلته زده کړل، لکه د بیان هنر او داسې نور. په دې انلاین پوهنتون کې ټول پوهنځي او استادان شته چې له موږ سره مرسته کوي."

د افغانستان انلاین پوهنتون یوه بله محصله شهلا وايي: "له اوسني وضعیت وروسته چې ټول پوهنتونونه د ښځو پر مخ تړل شوي، دغو انلاین پوهنتونونو وکولای شوی چې ډېر محصلین جذب کړي، هیله لرم چې زموږ درسونه دوام وکړي، او انشاءالله موږ به له دې پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړو."

که څه هم ښځينه محصلان د انلاين پوهنتونونو د جوړېدو هرکلى کوي، خو د برښنا نشتوالى او کمزورى انټرنېټ د خپلو زده کړو پر وړاندې خنډ ګڼي.

دوی له مرستندویه ټولنو او پانګه والو غواړي چې دوی ته د برښنا او انټرنېټ اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د انلاین پوهنتون مسوولان وايي، دغه پوهنتون د ۲۰۲۳ کال له پیله د افغانستان په دننه او بهر کې د استادانو په ګډون په رسمي ډول تدریس پیل کړی دی.

د دوی په خبره، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۴۲۱ استادان تدریس کوي او تر دې دمه ۱۴۷۶۰ تنو محصلانو درخواستونه ورکړي چې له دې ډلې یې څه باندې ۶ زره محصلان جذب کړي دي.

د افغانستان انلاین پوهنتون د بنسټ ایښودونکي پلاوي غړي فرهاد ارینفر ازادي راډيو ته وویل چې په دې پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو، فارسي ادبیاتو، انجینرۍ، طب، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو علومو او ژورنالیزم په څانګو کې محصلان زده کړې کوي او په وینا یې د انګلیسي، جرمني، فرانسوي ژبو زده کړه کېږي، د بیان او وینا هنر هم تدریسېږي.

هغه وویل: "د افغانستان انلاین پوهنتون د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې د ګڼو استادانو او پوهنتونونو په هڅو او همکارۍ جوړ شو، له ټولو ستونزو او ننګونو سره سره د افغانستان د انلاین پوهنتون موخه دا ده، هغه محصلان چې له زده کړې څخه بې برخې دي دلته زده کړه وکړي. همدارنګه هغه تعلیمي تشه به ډکه کړي چې اوس په افغانستان کې رامنځته شوې ده."

ارینفر وویل، دا زده کړې وړیا دي او د برښنا د نشتوالي او کمزوري انټرنېټ په اړه د محصلانو د اندېښنو د لرې کولو له پاره به ټول انلاین درسونه په ثبتي ډول هم محصلانو ته برابر شي.

د افغانستان انلاین پوهنتون مسوولان زیاتوي دا چې د طالبانو حکومت دوی ته د دغه پوهنتون د ثبت اجازه نه ده ورکړې نو دوی هڅه کوي چې له یوه اروپايي هېواد څخه د دغه پوهنتون جواز ترلاسه کړي.
خو په جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند وايي، په افغانستان کې د انلاین زده کړو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او یوازینۍ لاره د حضوري زده کړو بیا پیل دی.

په جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند
په جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند

اغلې مومند ازادي راډیو ته وویل: "د درنو استادانو دا کار، د هغو محصلینو لپاره یې چې له زده کړو څخه بې برخې دي انلاین پوهنتونونه پيل کړي دي، د ستایلو وړ دی، خو دا زده کړې نه شي کولای د ټولو هغو زده کوونکو لپاره چې په افغانستان کې دي، ګټورې تمامې شي، ځکه د برښنا او انټرنېټ په نشتون سره دوی څه ډول درس تعقیب کړي. اساسي حل لاره دا ده چې د افغان نجونو پر مخ ژر تر ژره پوهنتونونه پرانیستل شي."

په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په دوام، د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې پر ښځینه محصلانو د لوړو زده کړې بندیز هم ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG