د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ځینې طالبان مشران: د خلکو افکارو ته دې احترام او مشروع غوښتنې دې واورېدل شي


ارشیف: د طالبانو ځينې مشران
ارشیف: د طالبانو ځينې مشران

د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو په هغه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سلواغې د ۲۶مې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې د ملت غږ باید واورېدل شي.

د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي وايي، باید د خلکو مشروع غوښتنې واورېدل شي او د ملت افکارو ته دې درناوی وشي.

د افغانستان له روان وضعیت د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نارضایتۍ او شکایت دوام.

د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو په هغه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سلواغې د ۲۶مې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې د ملت غږ باید واورېدل شي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور په دغې غونډه کې وویل چې نظام‌ او لاسته راوړنې یې هغه مهال ساتل کېږي چې د خلکو افکارو ته درناوی وشي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور

شهاب‌الدین دلاور وویل: "زما عرض دا دی چې که نظام ساتو چې په ۲۰ کلونو کې د ملت په قربانیو ترلاسه شوی باید د خلکو افکارو ته درناوی وکړو. د خلکو اذهان وساتو، خلکو ته خدمت وکړو. که وزیر دی، والي دی، ولسوال دی، قاضي دی، امر بالمعروف دی او هر څوک چې دی باید د خلکو افکارو ته احترام وکړي او د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم په دغه غونډه کې د خبرو پر مهال د نظام ساتلو پر موضوع له ټینګار سره وویل، کوم کسان چې د نظام د بدلون په لټه کې دي باید بدیل یې وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد

یعقوب مجاهد د چا نوم وانه‌خیست، خو د طالبانو چارواکو ته په خطاب کې یې وویل چې باید د جګړې او بدبختۍ د راوستو لپاره کار ونه‌کړي او د اصلاحاتو لپاره د هڅو ترڅنګ باید غرور او تکبر ونه کړي.

هغه زیاته کړه: "هېڅ وخت باید تکبر او غرور ونه کړو او تل باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو او هڅه وکړو چې ملت پر ځان راغونډ کړو تر څو تېرې ناخوالې تکرار نه شي چې هر ځل ازادي ترلاسه کول او بېرته له لاسه ورکول له دې تجربو باید پند واخلو او دا ازادي مو چې ترلاسه کړې بس دی او دا ازادي باید وساتو."

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د طالبانو څو لوړپوړو چارواکو د افغانستان له اوسني وضعیت انتقاد کړی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د شنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې په خوست کې د دیني عالمانو او د حافظانو د فراغت په اړه په خوست کې جوړه شوې وه وویل چې اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.

له دې یوه ورځ وروسته، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي و چې د یوه مفتي دنده یوازې د بندیزونو لګول نه دي او باید حل لاره هم وړاندې کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کوم ځانګړي کس د نوم له اخیستو پرته د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې پر امیر یا کوم بل دولتي چارواکي باید انتقاد په پټه مطرح شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

دا انتقادونه داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده چې تر اوسه رسنیو ته نه دی راڅرګند شوی، پر ښځو د بندیزونو د لګولو او نور فرمانونه له کندهاره ورکوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده

مخکې له دې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د مشر له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز پر لګولو انتقاد کړی و او ویلي یې و چې د اسلام له نظره زده کړې پر ښځې او نارینه دواړو فرض دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

ویل کېږي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د بېلابېلو بندیزونو له لګولو وروسته چې پر دوی کورني او بهرني فشارونه زیات شول او ان د ملګرو ملتونو سازمان دوه پلاوو افغانستان ته سفر وکړ، دوی په خپل منځ کې سره وېشل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG