د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

سراج الدين حقاني د واک پر انحصار نيوکه وکړه


د طالبانو د‌ کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني
د طالبانو د‌ کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د طالبانو په لیکو کې له بانفوده او واکداره مشرانو دی اوسنۍ وضعه د نه منلو وړ بللې او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا حالات د زغملو نه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د طالبانو په لیکو کې له بانفوده او واکداره مشرانو دی اوسنۍ وضعه د نه منلو وړ بللې او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده.

هغه د شنبې په ورځ په خوست کې د دیني عالمانو او حافظانو د فراغت په یوه غونډه کې خبرې کړي.

حقاني وويل: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه، خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې بس یو ابتکار، یوه رایه او یو اساس جوړ شوی دی. االله دې زموږ نیتونه او اعمال اصلاح کړي دا حالات د برداشت نه دي."

هغه د خلکو پر وړاندې د مسوولیتونو په پوره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید د ولس د رانږدې کولو هڅې وشي.

حقاني دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې نړۍ به په دوی باندې لا پسې فشارونه زیاتوي او مجبوروي به یې.

سراج الدین حقاني چې کلونه یې د حقاني شبکې مشري او د طالبانو د رهبر ملا هبت الله مرستیالي کوله د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کورنیو چارو وزارت سرپرست دی او ځينې لوېدیځ شنونکي یې د طالبانو په حکومت کې له هغو څېرو یادوي چې غواړي له نړۍ سره تعامل وکړي.

حقاني په خپله د خوست په غونډه کې ادعا وکړه چې له نړۍ سره یې د دوحې په تړون کې پر ژمنو عمل کړی او ورسره مشروع تعامل غواړي.

سراج الدین حقاني که څه هم په زغرده ونه ویل چې دی د چا په اړه خبرې کوي خو ځینې لوېدیځ شنونکي وایي چې د طالبانو ټولې پرېکړې او واک د دوی د رهبر ملا هبت الله اخوندزاده او په کندهار کې د هغه د نږدې کسانو په لاس کې دي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

په دې وروستیو کې د امریکا بروکینګز څېړندويي موسسې ویلي چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله تقریباً ټول واک په لاس کې لري او د نورو طالب مشرانو خبرو او نظریاتو ته اهمیت نه ورکوي.

څه باندې پنځه سوه ورځې کېږي چې طالبانو د افغان نجونو متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي، له تېر ډسمبر راهیسې یې د نجونو پوهنتونو هم تړلي او په نادولتي موسسو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

د بروکینګز په څېړنه کې اشاره شوې چې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب په شمول یو شمېر لوړپوړي چارواکي دا فکر لري چې د نړیوالې انزوا زیاتوالی او د بهرنیو مرستو وچېدل به دوی د چارو په مخته وړلو کې پاتې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG