د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

افغانستان ته د ملګروملتونو د پلاوي پرله‌پسې سفرونه؛ مېل انلاين ورځپاڼې پرې تبصره کړې


د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس
د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس

مېل انلاين خپرونه:

  • میل انلاین خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د جګپورو چارواکو په پرله‌پسې سفرونو او طالب چاوراکو سره يې پر کتنو یو مطلب خپور کړی دی.

لیکنه وايي، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشر او د دوو لویو مرسته کوونکو سازمانونو مشران په کابل کې وو.

خپرونې د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوچاریک په حواله ویلي، د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفټ، د سیف د چیلډرن او کییر انټرنیشنل مؤسسو مشران او د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومان د صندوق یا یونېسف مرستیال په افغانستان کې دي.

له دې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د یوه جګپوري پلاوې په مشرۍ افغانستان ته تللې وه او هلته يې د طالبانو له چارواکو سره په کابل او کندهار کې کتلي وو.

امینه محمد په ملګرو ملتونو کې لوړپورې مسلمانه چارواکې ده او له دې وړاندې د نایجیریا د کابینې غړې وه.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، له طالب مشرانو سره په لیدنو کې ورته څرګنده شوې ده چې د طالبانو یو شمېر مشران د ښځو د کار او تعلیم پلویان وو، خو ځيني طالب چارواکي يې بیا مخالف وو.

د نوموړي په وینا اوس‌مهال ملګري ملتونه هڅه کوي چې د مخالف لوري نظر بدل کړي.

خو د مېل انلاین په وینا، کابل ته د تللي اوسني هیئت د سفر موخه روښانه ده او غواړي پر طالبان فشار واچوي څو هغه فرمانونه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د بندېدو په اړه دي او هغه فرمان چې ښځې یې په غیر دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي بېرته واخلي.

مطلب کې وړاندې راغلي، د ښځو له ګډون پرته د بشري مرستو رسول ځکه ستونزمن دي چې زیاتره دغه مرستې ښځې او ماشومان ترلاسه کوي او نارینه کارکوونکي نه‌شي کولی چې هغوي ته مرستې ورسوي.

ټليګراف انلاين خپرونه:

  • ټیلګراف انلاین خپرونې بیا د امریکا هغې نوی پرېکړې ته اشاره کړې چې د بشري حقونو د سرغړاویو په خاطر، د طالبانو سره د خپل تعامل پر بڼه بیا غور وکړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ویاند کړې خو نور جزییات یې نه‌دي ورکړي.

امریکا همدارنګه ویلي چې، افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې به لا هم تر ټولو ستر مرسته کونکی و اوسي.

امریکايي چاوراکو ویلي، واک ته د طالبانو د بیا ستنېدو وروسته يې افغانستان سره تر یو میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

د ټیلګراف انلاین په لیکنه کې دا نه‌دي واضح شوي چې له طالب چارواکو سره به د امریکا په تعامل کې څه بدلون راځي او اغېز به يې د طالبانو پر حکومت او عام خلکو څه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG