د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

هیرالډ: طالبانو بېرته د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر کارونو ته مخه کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال ډسمبر میاشت کې د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو دروزاې بندې کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال ډسمبر میاشت کې د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو دروزاې بندې کړې.

اینډپنډنټ:

اینډپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتو د بخښنې مسئله رااخیستې ده.

افغانستان ته د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ د پلاوي د سفر پرمهال یو عکس د طالبانو تر سپین بیرغ لاندې واخیستل شو.

تر دې وروسته د ملي مقاومت په نوم د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي معثم نظري په ټویټر کې ولیکل چې په کابل کې د ملګرو ملتو غړي د ترهګرو له بیرغ سره عکس اخلي او په دې ډول د دې سازمان بې پرېتوب تر سوال لاندې راولي.

اینډپنډنټ لیکي، دا ټویټ په خواله رسنیو کې بیا بیا خپور شو چې ملګري ملتونه یې اړ کړل چې له دې امله بخښنه وغواړي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک فاکس نیوز ته وویل چې دا عکس باید نه وای اخیستل شوی او د ملګرو ملتو سازمان بخښنه غواړي.

اینډپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتو د مرستیال ویاند فرحان حق خبرې رااخیستې چې هغه هم د جمعې په ورځ رسنیو ته د خبرو پرمهال د دې تصویر د اخیستو له امله بخښنه وغوښته.

ملګري ملتونه د افغانستان زوړ درې رنګه تور، سور شین بیرغ په رسمیت پېژني.

د امینه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتو د جګپوړي پلاوي د افغانستان څلور ورځنی سفر د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.

دې پلاوي د طالبانو له مشرانو سره په کابل او کندهار کې ولیدل څو دوی دې ته وهڅوي چې پر افغان نجونو او ښځو د کار او تحصیل لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

هیرالډ:

نیوزیلنډ هیرالډ ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرحان حق په وینا لیکي چې د طالبانو یو شمېر مشران په ښکاره د نجونو له زده کړو او کار سره موافق وو، خو یو شمېر نورو یې مخالفت کاوه.

دې ویاند د دغو طالبانو نومونه نه دې اخیستې، خو دی وایي چې د ملګرو ملتو هڅې به دوام وکړي چې د طالبانو دغه مخالف نظر د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو لرې شي.

د نیوزیلنډ هیرالډ ورځپاڼې په خپرې کړې مقاله کې وړاندې راغلې چې طالبانو دا ځل ورو ورو بېرته د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر کارونو ته مخه کړې ده.

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ لومړي کال پورې کابل د طالبانو په لاس کې و چې د دوی د سخت دریځه رژیم په سیورې کې القاعده په افغانستان کې پیاوړې شوه او دې ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه د امریکا په متحد ایالتونو کې تروریستي بریدونه ترسره کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG