د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې د يخنۍ څپې درې مليونه بې‌ځايه شوي له ستونزو سره مخ کړي


يخنۍ افغانستان کې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
يخنۍ افغانستان کې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان په زیاتو برخو کې د یخنۍ څپې ګڼ کسان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي او ځینې کسان یې مړه کړي هم دي.

د سرپل ولایت یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه‌دی ښوولی، ازادي راډیو ته شکایت کړی، چې ګڼ کسان د بې‌وزلۍ له کبله د ځانونو د تودولو وس هم نه‌لري.

دا کس وايي: "دا سیمه ډېره سړه ده. په سانچارک ولسوالۍ کې داسې سخت ژمی دی، چې نېستمن خلک حیران دي څه وکړي. د خدای په خاطر مرستې ژر راولېږئ."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنري یا (UNHCR) وايي، دوی د افغانستان په ځینو برخو له دې ډلې بادغیس کې اړو کسانو ته د مرستو رسونې چارې پیل کړي دي.

په افغانستان کې د دې ادارې یوې ویاندې کارولاین ګلُک (Caroline Gluck) پرون ازادي راډیو ته وویل، په بادغیس کې د دوی له شا و خوا ۲۳۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره چې ۱۶زره کسان کېږي، مرسته شوې ده.

د هغې په خبره له نورو زیانګالو کورنیو سره د دوی مرستې روانې دي.

نوموړې وايي: "په وروستیو کې د هوا درجي منفي ۲۰ سانتي ګرېډو ته رسېدلې ده، چې دا، دغو کورنیو ته ډېره سړه هوا ده، دوی اړ شوي چې سمڅې وکیني، څو د شپې مهال هلته له سړو د بچ کېدو لپاره ویده شي. UNHCR په پام کې لري له دغو کورنیو سره مرستې وکړي. هرې کورنۍ ته د سون توکو رانیولو لپاره نقدې مرستې او تاوده کالي، اضطراري خېمې، بخارۍ او نور غیرخوراکي توکي ورکوي."

يو شمېر کورنيو سره مرستې، انځور - ارشيف
يو شمېر کورنيو سره مرستې، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د UNHCR ویانده وايي، دغه مرستې د ملګرو ملتونو د ۶ همکارو ادارو او درېیو نورو غیردولتي بنسټونو له‌خوا تر ټولو زیانګالو کورنیو ته ورکول کېږي.

که څه هم د طالبانو تر ولکې لاندې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون په افغانستان کې د یخنۍ له کبله د مړو شمېر ۱۶ یاد کړی، خو ځینې نور راپورونه د مړو شمېر زیات ښېي.

دغه وزارت وايي، د یخنۍ له کبله څه باندې ۳۰۰۰ څاروي هم مړه شوي او ۲۰زره زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې رسول شوي دي.

ملګري ملتونه وايي زیاتې زیانګالي کسان کورني بې‌ځایه شوي دي، چې شمېر یې له درېیو ملیونو اوړي.

XS
SM
MD
LG