د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د ماشومانو د ساتنې اداره افغانستان کې خپل ځينې خدمات بيا پيلوي


د ماشومانو د ساتنې ادارې لوګو
د ماشومانو د ساتنې ادارې لوګو

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یا سیف د چیلډرن وایي، په افغانستان کې په ځینو برخو کې هغه فعالیتونه بېرته پیلوي چې په بشپړه او خوندي توګه یې د ښځینه کارکونکو د دندو د بېرته پیلولو په اړه له طالبانو باوري ډاډ تر لاسه کړی دی.

د سیف د چیلډرن د عملیاتو مشر ډیویډ رایټ په یوه بیان کې چې پرون یکشنبې یې خپور کړی ویلي، وروسته له هغې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسمبرپه ۲۴مه په افغانستان کې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، سیف د چیلډرن هم په دې هېواد کې خپل ټول فعالیتونه ودرول.

نوموړي زیاته کړه چې ښځینه کارکونکې یې، په خوندي او اغېزمنه توګه د خدمتونو په وړاندې کولو کې ضروري دي او له دوی پرته نه‌شي کولای چې خپل کارونه سر ته ورسوي.

د روغتیا، تغذیې او تعلیمي برخو کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

هغه همدارنګه ویلي چې، په افغانستان کې یې د کاري ځواک تر پنځوس سلنه پورې ښځې دي او دوی ښځو او ماشومانو ته په مرستو رسولو کې حیاتي ونډه لري.

د سیف د چیلډرن د عملیاتو مشر ډیویډ رایټ ویلي، په داسې حال کې چې اکثره پروګرامونه یې په افغانستان کې د تعلیق په حالت کې دي، په ځینو لکه، د روغتیا، تغذیې او تعلیمي برخو کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

هغه زیاته کړه چې په هغو برخو کې چې دوی خپل خدمتونه بېرته پیلوي، له مسوولو چارواکویې واضح او باوري ضمانتونه ترلاسه کړي دي چې زموږ ښځینه کارکونکې به خوندي وي او له کوم خنډ پرته به خپله دنده ترسره کوي.

افغانستان کې ښځې او ماشومان تر بل هر چا له ډېر ګواښ سره مخ دي.
افغانستان کې ښځې او ماشومان تر بل هر چا له ډېر ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي خو د دوی پر دغې پرېکړې د نړیوالو تند غبرګونونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د جنوري په دیارلسمه په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې چې یخني د دې هېواد په ځینو برخو کې تر منفي ۳۵ درجو پورې رسېدلې او د بشري مرستو ادارو چې له اړو کورنیو سره یې د نورو مرستو ترڅنګ ژمنۍ مرستې هم کولې، په غیر دولتي مؤسسو کې له کارونو د ښځو د راګرځولو له امله دغې مرستې ډېرې اغېزمنې شوي دي.

په افغانستان کې چې ډېر ماشومان او میندې یې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې په ګډون د نورو اړوند مرستندویه ادارو پر مرستو متکي دي، په دې هېواد کې د یخنۍ وروستۍ سختې څپې یې هم ژوند په تېره د هغوی چې په خوارځواکۍ اخته دي، له خطر سره مخ کړی دی.

په بادغیس کې چارواکو پرون تایید کړه چې په دې ولایت کې د یخنۍ له امله د مړو شویو څلورو ماشومانو له ډلې درې یې د دوو میاشتو او دوو کلونو ترمنځ وو.

افغانستان کې سوړ ژمی او لا هم ډېری کورنۍ د وتودولو لپاره امکانات نه‌لري، انځور - ارشيف
افغانستان کې سوړ ژمی او لا هم ډېری کورنۍ د وتودولو لپاره امکانات نه‌لري، انځور - ارشيف

په بادغیس کې د طالبانو د والي ویاند احمدجان حنظله ویلي، دا پېښه د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پر دغو ماشومانو سربېره یو شپون هم د یخنۍ له کبله مړ شوی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو د اداري د عملیاتو مشر ډیویډ رایټ ویلي، په افغانستان کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوام به په دې هېواد کې چې له بشري بحران سره مخ دی، د ماشومانو اړتیاوې لا زیاتې او اغېز به یې خورا زیات وي.

د مرستندویه مؤسسو په وینا د افغانستان اکثره وګړي چې د خوړلو لپاره کافي خواړه نه‌لري، ډېرې کورنۍ دا وس نه‌لري چې خپلو ماشومانو ته کافي خواړه برابر کړي چې د دغه وضعیت له امله هم ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

"د قوتۍ د شېدو د اخيستو وس نه‌لرو

د دغو بې‌وزلو کورنیو له ډلې یوه هم د کندهار اوسېدونکې پلوشه ده چې څو ورځې مخکې یې په خوارځواکۍ اخته یوه درې کلنه لور د درملنې لپاره یوه روغتون ته بیولې وه.

نوموړې په خوارځواکۍ د خپلې لور د اخته کېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیوته وویل: "د قوتۍ د شېدو د اخيستو وس نه‌لرو، ځکه بیه یې ډېره لوړه ده. عادي شېدې به مو په پنځوس روپۍ ورته اخيستې، د هغې له امله داسې شوه. اوس له نس او خولې روانه ده، دلته مې چینايي روغتون کې بستر کړې ده."

د پلوشې لور د هغو میلیونونو ماشومانو له ډلې یوه ده، چې په افغانستان کې له خورا بد وضعیت سره مخ دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې د عملیاتو مسوول ډیویډ رایټ وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځو د کاربندیز په خپل حال پاتې دی، په نورو برخو کې به تر هغو خپل فعالیتونه بېرته پیل نه‌کړي چې خپلو کارونو ته زموږ د ښځینه کار کونکو د ورګرځېدو په اړه یې باوري ضمانتونه ترلاسه کړي نه وي.

هغه زیاته کړه، هغه فعالیتونه چې اوس یې بېرته پیلوي، په ترڅ کې یې دوی حیاتي مرستې رسوي خو دا د دوی د ټولو عملیاتو یوازې یوه کوچینۍ فیصدي ده.

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یا سیف د چیلډرن ویلي، په افغانستان کې یې له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې فعالیت پیل کړی او په لوړو او ژورو او بدلونونو کې یې خپل کار ته په دې هدف دوام ورکړی چې په دې هېواد کې حضور ولري او د ماشومانو ملاتړ وکړي.

د دې ادارې د عملیاتو مشر دغه راز ویلي، دې ته ژمن دي هر څومره ژر چې کېدای شي، په افغانستان کې په نورمال ډول خپل ټول فعالیتونه بېرته پیل کړي خو له طالبانو غواړي چې د ښځو پر کار د لګول شوي بندیز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي، ترڅو دا او نورې غیر دولتي مرستندویه ادارې وکولای شي چې خپل بشپړ فعالیتونه بېرته پیل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG