د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۳

فوربز مجله: ۲۰۲۲ کال کې ۱۴ ميليونه افغاني ماشومانو بشري مرستو ته اړتيا درلوده


يو شمېر افغان کاريګر ماشومان
يو شمېر افغان کاريګر ماشومان

فوربز امریکايي مجله وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په ټولې نړۍ کې ۱۴۹ میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې له دې شمېر ۱۴ میلیونه یې افغانستان کې دي.

پلوشه چې د کندهار اوسېدونکې ده، خپله درې کلنه لور یې چې خوارځواکې ده او روغتون ته راوستې.

"د قوتۍ د شېدو د اخستو وس نه‌لرو، ځکه بیه یې ډېره لوړه ده.

نوموړې په خوارځواکۍ د خپلې لور د اخته کېدو لامل، بې‌وزلي او اقتصادي ستونزې بولي.

نوموړې وايي: "د قوتۍ د شېدو د اخيستو وس نه‌لرو، ځکه بیه یې ډېره لوړه ده. عادي شېدې به مو په پنځوس روپۍ ورته اخيستې، د هغې له امله داسې شوه. اوس له نس او خولې روانه ده، دلته مې چینايي روغتون کې بستر کړې ده."

د پلوشې لور د هغو میلیونونو ماشومانو له ډلې یوه ده، چې په افغانستان کې له خورا بد وضعیت سره مخ دي.

تازه فوربز امریکايي مجلې په یوه راپور کې، چې پرون یې خپور کړی، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره یو تر ټولو بد ځای یاد کړی.

يو افغان کاريګر ماشوم
يو افغان کاريګر ماشوم

فورز مجله د ماشومانو د ساتنې سازمان یا Save the Children له قوله لیکي، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۴ میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله.

راپور زیاتوي، همدا اوس په دې هېواد کې ډېر شمېر ماشومان د شپې وږي ویده کېږي، میلیونونه د سختې خوارځواکۍ او نورو ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي او کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت اقدامات کوي.

"افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو لپاره یو له بدو ځایونو څخه و

فوربز مجله لیکي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د سیاسي بې‌پروايۍ او د بشري مرستو لپاره د بودجې د نشتوالي له امله خراب شوی.

دې مجلې د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې هغه خبره هم را اخيستې چې ویلي یې دي: "افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو لپاره یو له بدو ځایونو څخه و، خو دا وضعیت د تېرو کلونو په پرتله نور هم کړکېچن شوی دی."

کانګو، ایتوپیا، یمن، پاکستان،سوډان او سوریه نور هغه هېوادونه دي چې د فوربز له قوله، میلیونونه ماشومان په‌کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

يوه افغانه کاريګره ماشومه
يوه افغانه کاريګره ماشومه

فوربز مجله لیکي، په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۴۹ میلیونه ماشومانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله دا شمېرې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

اقلیمي بدلون، جګړه او د لوږې نړیوال بحران هغه ستر لاملونه دي چې په دې کال کې یې ماشومان له خورا بد وضعیت سره مخ کړي وو.

پاکو اوبو، خوړو، سرپناه، صحت او د روانې روغتیا په برخه کې جدي مرستې، هغه اړتیاوې بلل کېږي چې دا شمېر ماشومان ورته بېړنۍ اړتیا لري.

فوربز مجله په داسې حال کې، دا راپور خپروي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، چې له دې امله یې د ماشومانو د ساتنې سازمان Save the Children هم خپل فعالیتونه درولي دي.

دغه سازمان د خپل فعالیتونو تر درولو ورسته په خپل توېټر ولیکل، چې ماشومانو ته په نورو بیلابیلو برخو کې د کار ترڅنګ یې تر ۷۰ زره د زیاتو خوارځواکو ماشومانو درملنه هم کوله.

XS
SM
MD
LG