د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

یو شمېر افغانان: اقتصادي ستونزو د 'کاغذ باد' الوځولو لوبه کمرنګه کړې


ارشیف: په کابل کې د کاغذباد الوځولو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د کاغذباد الوځولو یو انځور

یو شمېر افغانان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د کاغذباد یا ګوډي پران الوځولو لوبه کمرنګه شوې ده.

د کاغذ باد الوځولو لوبه د افغانستان یوه دودیزو لوبو ده چې ډېر مینه وال لري.

دا لوبه له کلونو راهیسې د خلکو په منځ کې عامه ده او د ځوانانو ترمنځ خورا محبوبیت لري.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالسمیع د هغه وخت کیسه کوي چې کله به یې د خپلو ملګرو سره دا لوبه کوله.

هغه وايي: "کله به چې منی شو، نو باد به تېز وه بس موږ به هم د بام یا د کومې تپې په سر ولاړ و او کاغد بادونه به مو الوځول او تر ټولو جالب یې دا چې کله به د کاغذ باد تار چېرې د کوم بام په سر پرې شو او موږ به چې ورغلو چې کاغذ باد مو راکړه، نو صاحب د کور به ویل، دا کاغذ باد ما ازاده کړی نو زما شو."

د کاغذ بادونو جوړونکي او پلورونکي وايي چې بازارونه یې د پخوا په پرتله ساړه دي.

ارشیف: په کابل کې د کاغذباد پلورونکی
ارشیف: په کابل کې د کاغذباد پلورونکی

کابل ښار کې د کاغذ بادونو یو پلورونکی حسیب الله وویل: "اوسمهال ځکه چې حالات خراب دي نو خلک هم کاغذ باد نه شي اخیستلای. په تېرو کلونو کې موږ ډېر ښه بازار درلود او هم مو بهرني پېرېدونکي درلودل چې له دې ځایه به مو ورته لېږل. اوس خو الوتنې نه شته او بهرنیان هم زړه نه ښه کوي چې هېواد ته راشي. کارونه اوسمهال ډېر خراب شوي، فقط که ځینې خلک راشي او کاغذ پران واخلي نور ډېر پلور نه لرو."

د خلکو د روایتونو له مخې د خلیفه دین محمد په نوم یو کس هندوستان ته تللی و او دا لوبه یې افغانستان ته راوړه.

ارشیف: د سولې پیغام لېږلو په هدف د کاغذباد له جوړ شوي جشنه یو انځور
ارشیف: د سولې پیغام لېږلو په هدف د کاغذباد له جوړ شوي جشنه یو انځور

د کاغذ باد د جوړولو لپاره ځانګړی کاغذ، تیر او بانکس څخه استفاده کېږي.

دا لوبه په کال کې دوه ځلې په افغانستان کې په جوش او جذبې، شوق او ذوق سره پیلېږي.

په تېرو کلونو کې دا لوبه په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دوامدار پراختیا پروګرام له خوا جوړېده، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دغه پروګرام هم ودرول شو.

په غزني ولايت یو فرهنګی فعال صميم راد وايي، بې وزلۍ او غریبۍ خلک له دې دودیزې لوبې لرې کړي دي.

هغه وویل: "پخوا به خلکو ډېرې لوبې کولې، لکه کاغذ باد، تیر بازي ، ټوپک، د نېزې وهل، خو اوس د خلکو سره هغه پخوانی شوق نه شته. اوسنيو حالاتو د خلکو د ژوند بڼه ته بدلون ورکړی."

خو د بادغيس ولايت اوسېدونکى صداقت وايي چې اوس هم د دوى په ولايت کې خلک کاغذ بادونه الوځوي.

خو نوموړی زیاتوي چې ځينې ماشومان کاغذ بادونو د الوځولو پر مهال د ناپامۍ له امله له بامونو لوېدلي چې په خبره یې باید احتیاط وشي.

هغه زیاتوي: "په دې ځای کې چې موږ اوسو دلته دا یو ډېر پخوانی دود او لوبه ده. په تېرو څو ورځو کې څلور یا پنځه ماشومان د لوبو پر مهال له بامه څخه راغورځېدلي او د ځینو لاسونه، د ځینو پښې ماتې شوي دي. ډېری یې بام ته پورته کېږي او ځان ته پام نه کوي. زه غواړم دا ووایم چې کله هم تاسو له خپلو ماشومانو سره دا لوبې کوئ، نو باید دوی ته ووایاست چې بام ته نه پورته کېږي ځکه چې دا دوی ته زیان رسولی شي."

افغانان وايي، بې وزلۍ او غریبۍ خلک له دې دودیزې لوبې لرې کړي دي.
افغانان وايي، بې وزلۍ او غریبۍ خلک له دې دودیزې لوبې لرې کړي دي.

پخوا به د کاغذ باد الوځولو ځان ته ځانګړي ځایونه وو او خلک به د رخصتیو او جمعې په ورځو هلته ورتلل.

ډېر وخت به خلک د کابل کمپنۍ سیمې، چمن ببرک، کارته سخي، مرنجان او بي بي مهرو غونډیو ته تلل او کاغذ بادونه به یې الوځول.

د يادونه ده چې د کاعذ باد الځولو لوبې یادونه په یو مشهور افغاني فلم کې چې 'مرد ها را قول است' نومېږي او ډاکتر اکرم عثمان لیکلی دی هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG