د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په کابل کې د کاغذ پران میله


 د دې کاغذ پرانونو لګښت امریکا ورکړ او هدف یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ غوړېدل و
د دې کاغذ پرانونو لګښت امریکا ورکړ او هدف یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ غوړېدل و
د کابل په اسمان کې په سلګونو کاغذ پرانونه پرون والوزل شول، دغه کاغذ بادونه د عدالت، شفافیت او د ښځو د برابرو حقونو له پیغامونو سره مله وو.

د دې کاغذ پرانونو لګښت امریکا ورکړ او هدف یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ غوړېدل و، د امریکا د نړېوال انکشاف ادارې یا یو ایس اېډ پرون دغه کاغذ پرانونه چې نارنجي، ابي او سور رنګ یې درلود او پرې په پښتو او درې پیغامونه لیکل شوې و، پرون وویشل.

د طالبانو د رژیم په وخت کاغذ پراني منع شوې وه خو د دوي تر رژیم مخکې به د جمعو په ورځو نارینه و او زلمیانو له غرمې وروسته کاغذ بادونه الوزول.

د یو ایس ایډ د یوه قراردادي مایک شي پرت په وینا، د جمعې په ورځ په الوزول شوېو کاغذ پرانونو کې له اداري فساد سره د مبارزې پیغام و او په کې دا پیغام هم و چې عدالت بیا د ټولو افغانانو تر منځ تامین شي.

په کابل کې د کاغذ پران له لارې دغه پیغامونه د ولسې جرګې تر انتخاباتو شپږ ورځې وروسته ورکړل شول.

د شي پرت په وینا راتلونکې اونۍ به په هرات کې هم ورته میله جوړه شي او بیا به په نورو ولایتونو کې هم د کاغذ پرانونو د میلې له لارې افغانانو ته پیغامونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د کاغذ پراني مسالې ته نړېوالو وروسته تر دې ډیره پاملرنه وکړه چې په دوه زره دریم میلادي کال کې افغان لیکوال خالد حسیني په امریکا کې د کاغذ پران په نوم ناول چاپ کړ.
XS
SM
MD
LG