د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د کابل دشت برچي روغتون د نسايي او ولادي برخه د سقوط له ګواښ سره مخ ده


د کابل د دشت برچي روغتون له برید وروسته
د کابل د دشت برچي روغتون له برید وروسته

د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې د نسايي او ولادي سل بستریزه روغتون د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د دې روغتون یو شمېر کار کوونکي وايي، له تېرې یو نیمې میاشتې راهیسې شااوخوا ۵۰ کار کوونکو خپل معاشونه نه دي اخېستي.

دې روغتون کې یوې قابلې ازادي راډيو ته وویل چې که د معاش په خاطر له خپلې دندې لاس واخلي، د دغه روغتون نسايي او ولادي برخه سقوط کېږي.

نوموړې وايي: " له شپږو کلونو راهیسې د دشت برچي روغتون کې د قابلې په توګه کار کوم، اوس له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې پرته له معاشه کار کوم، که موږ ۵۰ تنه د نسايي او ولادي برخه کې خپل کارونه پریږدو دغه برخه سقوط کېږي. "

د دشت برچي روغتون
د دشت برچي روغتون

د سیمې اوسیدونکي هم د دې روغتون د نسايي ولادي برخې فعالیت ډېر مهم بولي.

له ډلې یې عبدالمبین صافی وايي: "که وضعیت همداسې وکړي، خلک به له ستونزو سره مخ شي، دولت باید دې برخه کې پام وکړي."

په ورته وخت کې د دې روغتون رئیس عتیق الله قاطع هم مني چې د نسايي او ولادي برخې کار کوونکو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، هغه مهال چې پر دې روغتون برید وشو له هغې وړاندې د دشت برچي سل بستریز روغتون سره د بې پولو ډاکټرانو سازمان مرسته کوله.

د هغه په خبره، پر دې روغتون له برید وروسته دغه سازمان له همکارۍ لاس واخېست او د دې روغتون مسولیت ټول حکومت ته ور ترغاړه شو.

له دې سره هم مهاله د مالیې وزارت د مطبوعاتو برخې امر فرید نوښت وايي، د ټولو معاشاتو حوالۍ اجرا شوي او په دې وزارت کې هېڅ ستونزه نشته.

آرشیف:‌ په کابل کې چې کله پر دشت برچي روغتون برید شوی وو
آرشیف:‌ په کابل کې چې کله پر دشت برچي روغتون برید شوی وو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د دې ستونزې د حل برخه کې وايي، ډېر ژر به د مالیې وزارت سره دغه ستونزه حل او معاشونه به حواله شي.

د دې وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي: "په دې اړه کار روان دی، ټاکل شوې چې وزارت په دې برخه کې جمهوري ریاست ته وړاندېز وکړي او مالیې وزارت به هم دې برخه کې موافقه وکړي څو کار کوونکو ته معاشونه ورکړل شي. "

پر دشت برچي سل بستریز روغتون شااوخوا ۸ میاشتې وړاندې د یو شمېر برید ګرو له خوا برید وشو چې په پایله کې یې ۲۷ تنه چې ماشومان هم په کې وو، ووژل شول.

په دغه برید کې د دې روغتون نسايي او ولادي برخه ډېره زیانمنه شوه چې له هغې وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له دې روغتونه تر لیدنې وروسته بیا ځلي یې د رغېدو امر ورکړ.

XS
SM
MD
LG