د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

پر افغان روغتیايي مرکزونو د بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنه


تر ټولو بوږنونکي برید تېره میاشت د کابل د دشت برچي د زېږنتون پر روغتون و چې په نتیجه کې یې د نویو زېږدلو ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ووژل شول.
تر ټولو بوږنونکي برید تېره میاشت د کابل د دشت برچي د زېږنتون پر روغتون و چې په نتیجه کې یې د نویو زېږدلو ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ووژل شول.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو او روغتیایي کارکونکو وروستي بریدونه چې هغه یې قصدي بریدونه یاد کړي، اندېښنه ښکاره کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په هغه ځانګړي راپور کې چې نن یې خپورکړی، ویلي چې د مارچ د یولسمې او د مې تر۲۳ پورې یې دولس دا ډول پېښې ثبت کړي دي.

په راپورکې ویل شوي چې اته بریدونه وسله‌والو طالبانو او درې نور یې افغان امنیتي ځواکونو کړي دي.

تر ټولو بوږنونکي برید تېره میاشت د کابل د دشت برچي د زېږنتون پر روغتون و چې په نتیجه کې یې د نویو زېږدلو ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ووژل شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لاینز وایي، په داسې وخت کې چې په افغانستان کې بشري مرستو ته سخته اړتیا ده چې د دې هېواد د هر وګړي ژوند خوندي شي، طالبان او افغان امنیتي ځواکونه دواړه په قصدي توګه د خشونت داسې اعمال سرته رسوي چې هغه روغتیایي خدمات زیانمنوي.

نوموړې وایي، دا ډول اعمال هېڅ توجیه نه‌شي لرلی او د ملکي وګړو خوندیتوب او هوساینې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د کابل په دشت برچې روغتون چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې یې چارې سمبالولې د تېرې مې میاشتې په دولسمه له حملې وروسته تېره اوونۍ دغې ټولنې د دغه روغتون فعالیت بند کړ.

دا په کابل کې د دغې ټولنې یوازینې فعال روغتون و خو دغې ټولنې ویلي چې د افغانستان په نورو سیمو کې به خپل روغتیایي خدموتونه جاري وساتي.

دشت برچي روغتون
دشت برچي روغتون

ملګرو ملتونو ویلي چې پردغه روغتون حمله د اسلامي دولت ډلې سره د تړلو وسله‌والو کار و چې تر ډېره په دې هېواد کې شیعه مسلمانان په نښه کوي.

ملګرو ملتونو په دغه نوي راپور کې ویلي چې پر روغتیایي مرکزونو، روغتونو او روغتیایي کارکونکو قصدي حملي له نړیوال بشري قانون سره په تضاد کې دي او هغه جنګي جرمونه بلل کېږي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مسئولې فیونا فریزیر پر روغتیایي مرکزونو په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې چې کرونا وبا خپره شوې او روغتیایي خدمتونه یې هم محدود کړي، پر ملکي وګړو دا ډول حملې ډېرې خواشینونکې دي.

وسله‌والو طالبانو بیا د یوناما دا راپور رد کړی دی.

په دې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه کوي.

افغان حکومت لا په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG