د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د بې پولې ډاکترانو سازمان: دشت برچي کې خپل فعالیت بندوو


میاشت مخکې د کابل په دشت برچي کې پر روغتون د برید له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ ژوبله واوښته.
میاشت مخکې د کابل په دشت برچي کې پر روغتون د برید له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ ژوبله واوښته.
  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مسئله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې دې ټکي ته اشاره شوې، چې په کابل کې د حکیم الکوزي د کلینیک مخې ته هره ورځ په زرګونو کسان ولاړ وي، چې له دغه حکیم څخه د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ ضد درې څاڅکي درمل ترلاسه کړي.

د لیکنې په حواله، ځینې کسان دغه کلینیک ته خپل ناروغان په امبولانسو کې راولي، ځینو کسانو په شا کړي وي، یا یې هم په موټرو کې رااخیستي وي.

په دغو مراجعینو کې مزدوران، سرتېري او حتی د ولسي جرګې غړي هم شامل دي.

د ورځپاڼې په حواله، کله چې څو اوونۍ مخکې روغتیا وزارت د لومړي وار لپاره د حکیم الکوزي د کلینیک د تړلو هڅه وکړه، خلکو چې دې اعلان په غوسه کړي وو، اعتراض وکړ، لارې او سړکونه یې بند کړل او ټایرونو ته یې اور واچاوه.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم د لابراتوار معایناتو ثابته کړه، چې د حکیم الکوزي په درملو کې د نارکوتیک یا نشه يي موادو څو ډولونه کارول شوي، خو لیکوال پوښتنه کوي، چې د حکومت بل اقدام څه و؟

لیکوال وروسته زیاتوي، حکومت وروسته پر حکیم الکوزي فشار راوړ، چې له کابل ښاره ووځي.

داسې ښکاري چې خلک له ناچارۍ د حکیم الکوزي په درې څاڅکو درملو له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب هڅه کوي، هغه درمل چې روغتیا وزارت منع اعلان کړي دي.

روغتیا وزارت پرون دوشنبه وویل، چې په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۲۵زرو او ۵۰۰ اوښتي او د مړو شمېر ۴۷۸ ته رسېدلی، دغه راز تر ۵۰۰۰ زیات کسان روغ شوي دي.

خو اټکل دا دی، چې په افغانستان کې ښايي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر خورا زیات وي.

په لیکنه کې د کابل د والي محمد یعقوب حیدري خبرې هم رااخیستل شوي، چې په یوه وروستي کنفرانس کې یې ویلي وو، احتمال لري چې یوازې به په کابل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون زیات وي.

  • د بې پولې ډاکټرانو سازمان

د بې پولې ډاکترانو سازمان یا ایم ایس ایف چې مرکز یې په پاریس کې دی، د کابل په دشت برچي سیمه کې د خپل فعالیت د بندولو او له هغه ځایه د خپلو روغتیايي کارکوونکو د ایستلو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان پرون دوشنبه په خپل ویبسایټ کې لیکلي، دا پرېکړه یې د برچي ملي سل بستريز روغتون د زېږنتون پر وارډ د مې میاشتې د دوولسمې د حملې په تړاو کړې ده.

په هغه حمله کې ۱۶ میندې په سیسټماتیک ډول وژل شوې وې، دغه راز د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې یوه قابله، دوه ماشومان او شپږ نور کسان هم وژل شوي وو.

دغه سازمان وايي دوی پر میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او روغتيايي کارکوونکو د دغسې عمدي حملو په انګېزه نه پوهېږي او ښايي په راتلونکي هم دا ډول حملې وشي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، پر هغه حمله یوه میاشت اوړي، خو لا هم په دې اړه چې حمله چا کړې ده، لږ معلومات په لاس کې شته.

د سازمان په حواله، افغان چارواکي دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو دا حمله غندلې، د بهرنیو حکومتونو استازي بیا د ملامتۍ ګوته د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ته نیسي.

د بې پولې ډاکترانو د سازمان عمومي مشر تیاري الافورت دوورګر ویلي: "موږ پوهېږو چې د کابل په دشت برچي کې زموږ حضور له خطره تش نه و، خو فکر مو نه کاوه، چې یو څوک به د امیندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو له زیانګالي حالت څخه په استفاده داسې یو کار وکړي."

د برچي پر ملي سل بستريز روغتون حمله د ګڼو چارواکو او سازمانونو له خوا غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG