د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

'دشت برچي روغتون کې د وژل شویو میندو بچي خپلو کورنیو ته سپارل شوي'


اوس د دغو نویو زېږېدلو ماشومانو ساتل چې میندې یې وژل شوي، کورنیو ته یې سختي ستونزې پیدا کړې.
اوس د دغو نویو زېږېدلو ماشومانو ساتل چې میندې یې وژل شوي، کورنیو ته یې سختي ستونزې پیدا کړې.

د دشت برچي د ملي سل بستریز روغتون مسئولین وایي، هغه ماشومان چې د ځانمرګو په یرغلیز برید کې یې میندې وژل شوې وې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د دې روغتون مشر عتیق الله قاطع وایي، د ثور د میاشتې د ۲۳ نېټې په برید کې د ۱۸ ماشومانو میندې وژل شوي دي.

د دې نویو زېږېدلو ماشومانو کورنۍ وايي، د غریبي لا امله نشي کولی ماشومانو ته وچې شېدې واخلي.

هغه ۱۸ نوي زېږېدلي ماشومان خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې اته ورځې وړاندې یې د د کابل د برچي په سل بستریز روغتون د ځانمرګو په یرغلیز برید کې مېندې ووژل شوې.

د دې روغتون مشر عتیق الله قاطع وايي، د ثور د میاشتې په ۲۳ د ځانمرګو په برید کې د ۱۸ نو زېږو ماشومانو میندې وژل شوي، د ده په خبره دا ماشومان د ځانګړې کمېټې تر څار لاندې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "کله چې عملیات پای ته ورسېد، یوولس نوي زېږېدلي ماشومان مو روغتون ته وسپارل، اته نور ماشومان له دې وړاندې ځانګړو ځواکونو اتاترک روغتون ته وړې وو، یو بل ماشوم چې د فرانسویانو روغتون کې بستر دی، د ټولو شمېر ۲۰ ماشومان کېږي، د دوی د فایل او هغه لاسبند له مخې چې وروسته له پیدا کېدو یې په لاس تړل کېږي، دغه ماشومان د کمېټې له لارې خپلو وارثینو ته سپارل شوي دي."

اوس د دغو نویو زېږېدلو ماشومانو ساتل چې میندې یې وژل شوي، کورنیو ته یې سختي ستونزې پیدا کړې.

د دې کورنیو ډېر شمېر یې غریبي او بې وزلې دي.

د غبرګونو ماشومانو پلار چې له دې برید څخه جوړ وتی وایي چې له غریبې نشې کولی ماشومانو ته وچې شېدې واخلي.

هغه وویل: "لورانې مې غبرګونې دي، ډاکتران ویل چې دا ماشومانې او مور یې د ضعیفې له امله باید بستر شي، دوه دری ورځې تېرې شوې وي، په هماغه ورځ چې غوښتل مې دوی کور ته راولم، ۹ بجې وې چې روغتون کې چاودنه وشوه، ښځه مې یې وویشته خو لورانې مې ژوندۍ وې، زه یو غریبکاره سړی یم، اوس مې خور لورانې ساتي خو ستونزمنه ده، هغوی ژاړي او زه حتا د وچو شېدو پیسې نه لرم."

د یو بل نوي زېږېدلي ماشوم پلار اکرام علي چې ښځه یې دې برید کې وژل شوې وايي چې له خپل ماشوم سره سختې شپې ورځې تېروي.

هغه وویل: "زه دکاندار یم ،دوه زامن لرم چې ماشومان دي، د نوې زېږېدلي ماشومې نوم مې مریم دی چې مور یې مړه ده، اوس مې زړه مور هغه ساتي، ښځه یې راته ډیره په بې رحمۍ ووژله، مخ یې ورته په برچې ټوټې ټوټې کړی و او په سر یې په مرمۍ ویشتې وه تر دې چې له پېژندلو وتلې وه، زه د دې پېښې عاملین نه بخښم، د دې ماشومې راتلونکې به څنګه شي؟ ایا ځان ته مسلمانان وايي چې د یو نوې زېږېدلې ماشومې مور وژني؟"

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د برچې په ملي سل بستریز روغتون باندې د درېیو ځانمرګو په برید کې ۲۵تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د بې پولې ډاکترانو موسسې د روغتون د دې برخې د مدیریت دنده درلوده، د دوی په وینا موخه د روغتون زیږنتون و.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی خو د افغانستان حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید داعش ډلې کړی دی.

XS
SM
MD
LG