د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

واشنګټن پوسټ: امریکا به له داسې دښمنه ماته خوري چې تر ډېره حده‌یې ماته ورکړې


شماری از روزنامه های جهان
شماری از روزنامه های جهان
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي مأموریت په اړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ‌یې د پای ته رسولو ژمنه کړې، د دوو امریکايي څېړونکو نظرونه خپاره کړي چې یو جو لېبرمن او بل متقاعد جنرال جک کېن دی.

جو لېبرمن له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۳ میلادي کاله د امریکا د سنا غړی و او متقاعده جنرال جک کېن د امریکا د پوځ د لوی درستیز د مرستیال په توګه کار کړی دی. دواړه اوس په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو په اسټټیوټ کې د مشرتابه د پلاوي غړي دي.

د دې تحلیلي مقالې په پيل کې لیکل شوي دا به چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې د دې کال تر پایه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي د امریکا لپاره شرمناکه تسلیمي وي ځکه امریکا به له داسې دښمنه ماته خوري چې تر ډېره حده‌یې ماته ورکړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ میلادي کال سپټمبر کې تر خونړیو حملو وروسته چې زرګونه امریکایان په‌کې ووژل شوو، افغانستان ته خپل پوځیان واستول. پر امریکا حملې د القاعده ترورېستي شبکې کړې وې چې هغه مهال‌یې مشرانو ته طالبانو په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ قدرت ته تر رسېدو وروسته، په مکرر ډول په بیانونو کې ویلي چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د ولس جوړولو مسؤلیت نه‌لري او هم نه‌شي کولائ چې په افغانستان کې د پولیسو دنده سرته ورسوي، ډونالد ټرمپ دا هم ویلي چې افغانان باید په خپله خپل هېواد جوړ کړي.

له طالبانو سره د امریکا د سولې په موافقه کې یوه اساسي خبره د طالبانو او حکومت ترمنځ د روغې جوړې لپاره د مخامخ خبرو پيل دی.

خو دواړو امریکايي څېړونکو چې د واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې یې نظرونه خپاره شوي ویلي چې د امریکا پوځ نه په افغانستان کې د ولس جوړولو هڅې کوي او نه د پولیسو کار کوي، بلکې د هغه دښمن پر ضد مبارزه کوي چې په امریکا کې د حملو او د امریکا د خلکو د وژلو لپاره لا هم دسیسې او پلانونه جوړوي او له داسې دښمن سره جنګ یوازې د امریکا د پوځ په وس کې ده.

په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی چې که امریکايان مخکې له وخته له افغانستانه ووځي نو درد به‌یې افغانانو ته نه، بلکې امریکایانو ته ورسېږي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د وروستیو خونړیو حملو په اړه چې په کابل کې یې کړې، یوه مفصله مقاله خپره کړې او د داعش له ډلې سره‌یې چې د دې ډلې مور بلل کېږي، د هغې پر ارتباط د یو شمېر څېړونکو تبصرې خپرې کړې دي.

د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه په کابل کې د سېکهانو پر ګردواره او د خورشید ټلوېزیون پر خبریالانو د حملې مسؤلیت د داعش خراسان ډلې واخیست، د مې میاشتې په ۱۲مه په دشت برچي کې پر زېږنتون خونړۍ حمله وشوه چې کومې ډلې یې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، خو د داعش د خراسان ډلې تر دې وړاندې په افغانستان کې د شیعه او هزاره ټولنې پر غړو د حملو مسؤلیت اخیستی او د تېرې سې شنبې په ورځ د کابل د وزیر محمد اکبر خان مېنې پر جومات د حملو مسؤلیت د داعش خراسان ډلې واخیست.

په دې حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي افغانان ووژل او زخمیان شوو. وروستی قرباني یې مولوي محمد ایاز نیازی و. دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو د سولې موافقه کړې او د کوچني اختر لپاره د دواړو خواو اوربند د یو شمېر کارپوهانو له نظره د سولې د خبرو د پیل پر خوا مهم ګام و، خو د داعش د خراسان ډلې حملې د زیاتېدو په حال کې برېښي. داعش د منځني ختيځ پیداوار او د اکثر سني عرب جنګیالو ډله ده چې په خپل اصلي ټاټوبي، عراق او سوریه کې یې فعالیت نږدې له‌منځه تللی دی.

عمران فېروز چې فارین پالیسي ته‌یې دا مقاله لیکلې د داعش ډلې او د خراسان د څانګې ترمنځ ارتباط تر پوښتنې لاندې راوستی او د کارپوهانو د شبکې د یوه مشر څېړونکي توماس روتیګ سره‌یې خبرې کړې دي.

توماس روتیګ ویلي چې سره له دې چې دواړه له جغرافیايي اړخه زیات واټن لري، خو دا وسله‌وال انفرادي حملې کوي او تر یوه بیرغ لاندې د حملو مسؤلیت اخلي او همدا د داعش د ترورېزم لاره ده. له دې کبله، توماس روتیګ ویلي چې په افغانستان کې هغسې ثبات ته چې د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې یې تمه کېږي، ډېره زیاته لار پاتې ده.

XS
SM
MD
LG