د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د بې‌پولې ډاکترانو نړیوال سازمان په دشت برچي روغتون کې زېږنتون تړي


سل بستریز روغتون
سل بستریز روغتون

د بې‌پولې ډاکترانو نړیوال سازمان ویلي چې دشت برچي روغتون کې د زېږنتون برخه چې په وروستیو کې وسله‌واله حمله ورباندې وشوه، تړي.

شفیقه کاکړ د کابل اوسېدونکې ده.

د دې له نظره، د افغانستان په هره برخه کې د یوه زېږنتون بندېدل تر هر بل چا د هغو میندو د ژوندي پاتې کېدو امکان کموي چې له ډېرو نورو ټولنیزو بندیزونو سره په سختي او فقر کې ماشومان زېږوي.

هغه ازادي راډیو ته وايي: "دا ډېره غلطه خبره ده چې په افغانستان کې یوه شفاخانه بندېږي، هغه هم زایشګاه چې ښځې ډېر ضرورت ورته لري. په کور کې ولادت ډېر خطرناک دی او د افغانستان ښځې هېڅ بله لاره نه‌لري، نو کله چې شفاخانه بنده شي، ښځې چېرته ولاړې شي؟"

دې د جون په ۱۵مه، په یوه بیان کې څرګنده کړې چې دا پرېکړه‌یې ځکه کړې چې دوی فکر کوي په دشت برچي کې پر زېږنتون حمله عمدي وه.

د مې میاشتې په ۱۲مه نېټه وسله‌والو کسانو پر دې زېږنتون په حمله کې ۲۴ میندې او ماشومان ووژل شول.

په دشت برچي روغتون باندې د وسله‌والو حمله
په دشت برچي روغتون باندې د وسله‌والو حمله

وسله‌والو کسانو د سهار د لسو بجو په شااوخوا کې حمله کړې وه او په سیمه کې ځیني خلکو ازادي راډیو ته وویل چې وحشت‌یې په سترګو لیدلی دی.

د پېښې شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې د حملې په وخت کې له ټولو لاس او پښې ورک وو او څوک نه‌پوهېدل چې څه کېږي، هر چا پر هره خوا منډې وهلې او د ځان د ژغورلو لپاره‌یې هڅه کوله.

د دشت برچي په زېږنتون کې بهرنیو ډاکترانو هم کار کاوه.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کارکوونکې زرمینه ازادي راډیو ته وايي: "په داسې شرایطو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله شرایط ډېر سخت دي، د افغانستان حکومت ته لازمه ده چې امنیت ښه کړي څو د دې پر ځای چې شفاخانې تړل کېږي، نړیوالې ادارې د امنیت له پلوه ډاډ ترلاسه کړي."

په دشت برچي کې پر زېږنتون وسله‌واله حمله په کور او د نړیوالو سازمانونو او حکومتونو له‌خوا وغندل شوه.

د امریکا متحده ایالاتو یې پړه د داعش د خراسان د ډلې پر وسله‌والو ورواچوله.

د افغانستان حکومت وویل چې د حملې شا ته د وسله‌والو طالبانو لاس و.

طالبان
طالبان

خو طالبانو په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.

هېڅ وسله‌والې ډلې یې لا مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

دشت برچي د کابل له غریب مېشتو سیمو ده.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د دشت برچي روغتون په زېږنتون کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۶،۰۰۰ زره ښځو ماشومان زېږولي وو او طبي مرسته ورسره شوې وه.

په دې روغتون کې به ډاکترانو او نرسانو ښځو ته، په ځانګړي ډول هغو ته چې د ولادت په وخت کې پېچلی حالت لري وړیا خدمت کاوه.

د بې‌پولې ډاکترانو نړیوال سازمان له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې له دې روغتون سره مرسته کوله.

د بې‌پولې ډاکترانو په نوي بیان کې لیکل شوي چې په داسې حال کې چې د حمله کوونکو په اړه هېڅ ډول جزئیات نه‌دي موندل شوي او لا نه‌ده څرګنده چې ولې پر میندو او ماشومانو داسې خونړۍ حمله شوې، دوی فکر کوي چې قصداً پر میندو او کوچنیانو برید شوی و او دوی وېره لري چې دا کار تکرار نه‌شي.

د دې نړیوالې ادارې مشر، ټېري الفورت دویرګر روېټرز ته ویلي چې دوی پوهېدل چې په افغانستان کې فعالیت له خطر سره ملګری دی، خو پر دې یې باور نه‌شو کولائ چې وسله‌وال به د میندو له داسې حالته چې کوچنیان زېږوي کار واخلي او پر هغوی به داسې مرګونی برید وکړي. هغه ویلي چې دوی فکر کوي چې هېڅ سمېټي دېوال یا پوسته نه‌شي کولائ چې د امنیت له پلوه ډاډ ورکړي. هغه ویلي چې د زېږنتون د بندولو پرېکړه اړینه، خو ډېره خواشینوونکې ده.

په افغانستان کې پر نړیوالو سازمانونو او د هغوی پر کورنیو او بهرنیو کارکونکو مکرراً وسله‌والې حملې شوې دي.

په ننګرهار کې د جاپاني ډاکتر، تتسو ناکامورا قتل ټول افغانستان ته ټکان ورکړ.

په ننګرهار کې د جاپاني ډاکتر تتسو ناکامورا مړی او د هغه کورنۍ
په ننګرهار کې د جاپاني ډاکتر تتسو ناکامورا مړی او د هغه کورنۍ

د غیر دولتي سازمانونو (انجوګانو) د خوندیتوب ادارې په وینا، د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ او نومبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون د مرستندویه ادارو ۲۴ کارکوونکي وژل شوي وو.

په همدې موده کې د نړیوالو او کورنیو مرستندویه ادارو ۳۷ کارکوونکي تښتول شوي او ۴۲ تنه په وسله‌والو حملو کې زخمیان شوي وو.

  • ایا د بې‌پولې ډاکترانو د نړیوال سازمان دا پرېکړه چې په دشت برچي کې زېږنتون بندوي منصفانه ده؟

د افغانستان د پوهنې وزارت کارکوونکې، ذکیه وايي 'نه'.

ذکیه وايي: "دا چې د زېږنتون د بندولو پرېکړه شوې ډېره خواشینوونکې ده ځکه د دې سیمې خلک ډېر غریب دي او بله چاره نه‌لري. حکومت باید امنیت ورته ونیسي. د بې‌پولې ډاکترانو ادارې ته ښايي چې دا برخه بېرته پرانیزي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت یوه ویاند اکمل سمسور روېټرز ته ویلي چې د بې‌پولې ډاکترانو د نړیوال سازمان دا پرېکړه د روغتیا سکټور ته یوه ستره ضربه ګڼي او ویلي یې دي چې دوی هیله لري چې دا نړیواله اداره به خپله پرېکړه بدله کړي.

په دشت برچي کې تر حملې وروسته، د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه چې څېړنې به وکړي او پایلې به‌یې له خلکو سره شریکې کړي.

  • ایا تحقیق وشو؟ او که شوی وي پایلې یې څه وې؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د دې پوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې په اوس‌مهال کې د ویلو لپاره څه نه‌لري.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د بې‌پولې ډاکترانو نړیوالې ادارې د افغانستان د پروګرامونو مسؤل، برائن مولر اسوشیټډ پرس ته ویلي، دوی نه‌پوهېږي چې په دشت برچي کې پر زېږنتون حمله چا کړې وه. په دشت برچي کې ډېر هزاره‌ګان او شیعه‌ګان اوسېږي.

برائن مولر ویلي چې دوي نه‌پوهېږې چې د حملې هدف د هزاره او شیعه افغانانو ټولنه وه که بهرنیان یا د بې‌پولې ډاکترانو اداره وه؟

خو هغه ویلي چې لا هم هیله لري چې د افغانستان د حکومت په څېړنه کې به دې پوښتنو ته ځواب پیدا شي.

دا نړیواله خیریه اداره له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې خدمت کوي او په کندهار، خوست، هلمند او کندز کې یې پروګرامونه چلېږي.

د دې ادارې د افغانستان د پروګرامونو مشر ویلي چې په نورو سیمو کې خپل کار نه‌بندوي.

XS
SM
MD
LG