د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ډبلیو ایچ او: ۵.۳۶ میلیون افغان ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی


ارشیف: په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۵.۳۶ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له ۹ میاشتو تر ۵ کلونو پورې دي، د سرخکان یا شري پر وړاندې واکسین شوي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه شمېر له ۹ مياشتو تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين په اړه چې د نومبر له ۲۶ مې د ډېسمبر تر ۱۲ مې نېټې پورې ترسره شوی و، ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې د روان کال د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې د شري ۵۴۸۴ پېښې ثبت کړې او د دغه ناروغۍ له امله شاوخوا ۳۰۰ مړینې هم ثبت شوې دي.

د شري ډېری پېښې د پنځه کلونو کم عمر لرونکي ماشومانو کې لیدل شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې د نومبر له ۲۶ مې تر ۱۲مې پورې په افغانستان کې ۶.۱ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.

ډبلیو ایچ او لیکلي چې د پولیو واکسین کمپاین د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۹ ولسوالیو کې پلی شوي دي.

ارشیف: د کندهار په یوه روغتون کې په شري اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي
ارشیف: د کندهار په یوه روغتون کې په شري اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي

په همدې حال د کابل اوسېدونکو د خپلو پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د شري او د پوليو د واکسين د تطبيق په اړه ازادي راډيو ته معلومات ورکړل.

قاسم وویل: "د واکسيناسيون رياست دوه ورځې په پرله پسې ډول راغی، هغه کسان چې غير حاضر وو، سهار بيا راغلل، ډېره مننه! دا ډېرې خطرناکې ناروغي دي."

د کابل اوسېدونکی علي وویل: "زه دوه ماشومان لرم او دواړه مې واکسین کړي. زه هیله لرم چې دا واکسینونه به دوام ومومي او زه له والدینو څخه غواړم چې دې مسئلې ته پام وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي."

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی چې په ۲۰۲۰ کال کې له ۵۴ پېښې او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ پېښو ته او په روان کال کې دوه پېښې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې په افغانستان کې د دغه سازمان د استازي ډاکتر لو ډاپینګ له قوله راغلي: "موږ وکولای شوای په افغانستان کې د ژمي د سخت موسم د رسېدو سره افغان ماشومان له شري او پولیو څخه وژغورو."

ارشیف: په ارزګان کې د شري واکسین د تطبیق یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د شري واکسین د تطبیق یو انځور

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، دا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لومړنۍ کمپاین دی، چې په ټول هېواد تر سره شو.

د نړيوال روغتيايي سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د شري ضد واکسين صحت لري او دغه واکسين له ٥٠ کلونو راهيسې له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره کارول کېږي.

د دغه سازمان په وینا، په تېرو ۲۰ کلونو کې د واکسینونو معرفي په ټوله نړۍ کې د ۲۳ میلیونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG