د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغان چارواکي: ارزګان کې د شري ناروغي ۸۰ سلنه زیاته شوې


د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې په‎دې وروستیو کې د شري په ناروغیو د اخته ماشومانو شمېره ۸۰ سلنه لوړه شوې چې لامل يې په سیمه کې د واکیسن نه تطبیقول دي.

دغه مسؤلین یاد خبر پر داسې مهال ورکوي چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې روانې جګړې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې کړي دي چې نه یوازې په شري ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی، بلکې روانې جګړې زیات شمېر ښځې او نارینه په رواني ناروغیو هم اخته کړي چې درملنه یې په کور دننه کې ناشوني ده.

د دغه ولایت د ولایتي روغتون د داخله څانګې مسؤل ډاکټر ضیاء الرحمان نیازي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په شري ناروغي اخته دغه ماشومان د ترینکوټ ښار ته له لېرو پرتو سیمو څخه د جګړو له کبله راکډوال شوي دي.

نوموړی وايي په سیمه کې واکسین نه دی عملي شوی نو ځکه په شري ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی.

د داخله څانګې مسؤل ډاکټر ضیاء الرحمان نیازی
د داخله څانګې مسؤل ډاکټر ضیاء الرحمان نیازی

ښاغلي نیازي وویل:

"په دې وروستیو کې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په شري ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی، دې روغتون ته په تېره میاشت کې ۳۰ داسې ماشومان راوړل شوي وو چې د شري په ناروغیو اخته وو او اوس بیا په دغه میاشت کې تر دا مهاله شاوخوا۲۰ ماشومان راوړل شوي چې د پخوا په پرتله ۸۰ سلنه ډېروالی ښيي."

شری یو خطرناکه مرګونې او ساري ناروغي ده چې له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي او زیاتره ماشومان پرې اخته کېږي.

یو ناروغ چې د ترینکوټ روغتون ته راغلی ازادي راډیو ته یې وویل:

"نوم مې خان ګل دی، څلور ماشومان مې د شري په ناروغۍ اخته دي، زه لومړی نه پوهېدم چې ماشومان مې شري نیولي، تبې يې کولې او دانې پرې راختلې."

که څه هم د دغې ناروغي مخنیوی لومړی ډېر اسان وي او یوازې په واکسین سره یې مخه نیول کېدای شي او هغه هم په وړیا ډول، خو ځینې میندې بیا وايي، د شري د ناروغي واکسین يې په سترګو هم نه دی لیدلی.

دوی وايي، کورونه يې له ښاره لېرې پراته دي، خو اوس له دولته غوښتنه لري چې سیمو ته یې د واکسین ټیمونه ور واستوي.

په ورته وخت کې په دغه ولایت د واکسین د ځايي ادارې مسؤلین هم دا مني، خو لامل يې دغلته روانه جګړه یادوي.

په دغه ولایت کې د واکسین مسؤل ګران بیا دا نه مني چې ګنې دغه ناروغي دې ۸۰ سلنه زیاته شوې وي.

د واکسین مسؤل ګران
د واکسین مسؤل ګران

ښاغلي ګران ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ دا منو چې په دغه ولایت کې د شري ناروغي زیاته شوې، خو تاسو ته معلومه ده چې په ارزګان ولایت کې له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې جګړه روانه ده او بل دا چې په دغه ولایت کې څه موده مخکې درې میاشتې ټول روغتیايي مرکز تړلی و، خو زه دا خبره په کلکو ټکو ردوم چې د شري ناروغي دې ۸۰ سلنه زیاته شوې وي."

ځايي روغتیايي مسؤلین وايي، دغلته نه یوازې د شري ناروغي زیاته شوې، بلکې د پولیو د پېښو رامنځته کولو وېره هم شته چې د دوی په خبره روانې جګړې ماشومانو ته د واکسین مخه نیولې.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG