د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د پکتیا چارواکي: د بودجې د نشتوالي له امله ۳ کاله وروسته مو د شري واکسین عملي کړ


د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر کورنۍ په ماشومانو کې د شري یا سرخکان د ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

دوی وایي، د اقتصادي ستونزو تر څنګ روغتیایي خدماتو ته پر وخت نه‌لاسرسی د دې لامل کېږي چې لویان او ماشومان‌یې په مختلفو ناروغیو اخته شي.

د پکتیا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډيو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې:

"محمد الله یم، د شري ناروغي دلته په ماشومانو کې ډېره زیاته ده، خپل ماشومان بازار ته نه‌شو وړلای، په‎دې وروستیو کې دا ناروغي په پکتیا کې ډېره زیاته شوې او دغه ساري ناروغي اکثر وخت د ماشومانو د مړینې سبب ګرځي، د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست نه زموږ هيله ده چې د پکتیا مرکز او اړوندو ولسوالیو ته خدمات ورسوي. ټول خلک‌یې اندېښمن کړي دي."

اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ولایتي ادارې او نړیوالو روغتیایي ادارو وغوښتل چې د دا شان ساري ناروغیو د مخنیوي په پار دې پر وخت د واکسین او نورو درملو په رسولو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

د پکتیا ولایت روغتیا ریاست په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د مهارولو په پار د تلې په ۱۴مه د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» په مالي او تخنیکي مرسته د شري یا سرخکان ناروغۍ پر وړاندې د وقایوي واکسین ۱۰ ورځنی کمپاین پیل کړ.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي ډاکتر ولایت خان احمدزي د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې ازادي راډیو ته وویل، دا واکسین د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په شمول په ۱۳ ولسوالیو کې ۲ لکه ۹۷ زره ۹۲۷ تنه هغو ماشومانو ته چې عمرونه‌یې له ۹ میاشتو نه تر ۱۰ کالو وي، د پیچکارۍ په ذریعه ورکول کېږي.

احمدزی تأییدوي چې د پکتیا ولایت په اړوند سیمو کې د شري پېښې زیاتې شوي او جدي مراقبت ته‌یې اړتیا لیدل کېږي.

ډاکتر ولایت خان احمدزی وايي:

"موږ د پکتیا د ټولو ولسوالیو څخه راپورونه راټول کړي، تقریباً په ټولو ولسوالیو کې د شري پېښې لرو، نو دا کمپاین پلان شو، څو هغو ساحو کې چې ماشومانو ته واکسین نه‎وي شوی هلته ورشو او هغو ته واکسین تطبیق کړو څو د شري له واقعاتو څخه بچ پاتې شي."

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت مشر ښاغلي ډاکتر محمد حبیب ازادي راډیو ته وویل، د وګړو روغتیایي حالت ته په کتو سره اړینه ده چې دا واکسین هر کال پر ماشومانو تطبیق شي، خو په‎دې برخه کې د روغتیا وزارت سره د ځانګړې بودجې د نشتوالي له امله درې کاله وروسته موږ وتوانېدو چې د یونېسف ادارې او نړیوال روغتیایي سازمان په مرسته په پکتیا کې اړمنو ماشومانو ته د واکسین ورکولو اسانتیاوې برابرې کړو.

ډاکتر محمد حبیب زیاته کړه:

"شری یو ساري ناروغي ده او هغه ماشومان چې واکسین نه‌شي په دې ناروغۍ اخته کېږي، په درېیو کالو کې یو ځل چې بودجه پیدا شي، په نیمایي افغانستان کې پیاده کېږي."

د حبیب په خبره دا کمپاین د پولیو یا ګوزڼ واکسین برعکس د دوی رضاکاران کور په کور نه‌ګرځي، بلکې د کورنۍ لویان به خپل ماشومان روغتیايي مراکزو، ښوونځیو، وړکتونونو او جوماتونو ته وروړي.

دی وايي، دا کمپاین د روغتیا ریاست اړوند ۳۷۹ تنو روغتیایي کارکوونکو له‌خوا چې ډېره برخه‌یې رضاکاران دي، ترسره کوي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG