د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

په افغانستان کې د شري د واکسین کمپاین پیل شو


آرشیف
آرشیف

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ۱۰ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د شري یا سرخکان د واکسین کمپاین پیل شو.

د یونسيف او نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۹ میاشتو تر ۱۰ کلونو عمر لروونکو ته ۱۳ اعشاریه اته میلیونو ماشومانو ته د واکسین کمپاین پیل شو.

فیروزالدین فیروز
فیروزالدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ په دې اړه جوړ شویو مراسمو ته داسې وویل:

"سرخکان یا شری داسې یوه ناروغي ده چې په کلني ډول له نېږدې ۳۰ تر ۳۵ زره ماشومان پرې اخته کېږي او د مړینې لامل یې کېږي، دا ناروغي درملنه نه لري، د شري ناروغي د مړینې، فلج، ړوندوالي، تنفسي ستونزو لامل ګرځي او که چېري د شري په ناروغۍ اخته کس سره مرسته ونه شي، د مړینې لامل یې ګرځي."

نوموړي وویل، د شري ناروغي په هېڅ هېواد کې درملنه نه لري.

ښاغلي فیروز وویل، یاد واکسین په وړیا توګه ماشومانو ته کېږي او له کورنیو یې هم وغوښتل چې له عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

سرخکان یا شری یو له ساري او وژونکو ناروغیو شمېرل کېږي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغي له۲۵ زره پېښو څخه ۸۵ سلنه یې له لسو کلونو په کم عمره ماشومانو کې ثبت شوې چې ډېره برخه يې په کابل، پکتیکا، کونړ، بادغیس او غور ولایتونو کې لیدل شوي.

د شري کمپاین له شنبې ورځې پیل شو او د نومبر تر ۲۶ مې به دوام وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د یونسيف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق استازې ادیلاخود د شري ناروغانو د مړینې کچه د اندېښنې وړ یاده کړه او ویې ویل چې د واکسین په پلي کېدو سره به د زرګونو ماشومانو ژوند وژغورل شي.

دا وایي:

"یوشمېر کسانو ته به دا ناروغي جدي نه ښکاري، خو دا یوه عادي ناروغي نه ده، که چېري ورته پاملرنه ونه شي، ممکن ماشوم له منځه یوسي، خو مونږ هڅه کوو چې د عامه پوهاوي او په ورته وخت کې د واکسین په تطبیق سره د دې ناروغۍ مخه ونیسو."

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپرکارن د شري واکسین د پیل په مراسمو کې وویل، دغه سازمان د افغانستان ګوټ ګوټ ته د واکسین رسولو لپاره ژمن دی او له اړوندو ادارو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې دیني عالم مولوی احسان الحق حنفي په دغه غونډه کې وویل چې د شري واکسین له کمپاین څخه ملاتړ د هر افغان دنده ده او ټول دیني عالمان مکلف دي چې د عامه پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG