د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

په بدخشان کې د شري یا سرخکانو لوړ شمېر؛ په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰ ماشومان مړه شوي


ارشیف؛ د سرخکانو ناروغي
ارشیف؛ د سرخکانو ناروغي

په بدخشان ولایت کې له شري یا سرخان سره لاس او ګریوان ماشومان.

بدخشان کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو په خبره له تېرو ۲ میاشتو راپدېخوا د شري ناروغۍ له امله ۷۴ ماشومان په کوف اب ، دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د خپرونو او رسنیو مسؤل، معزالدین احمدي ازادی راډیو ته وویل:" شري په بدخشان کې د څه د پاسه ۷۰ماشومانو ژوند یې اخیستی، دغه ناروغۍ تر ډېره په کوف اب،دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې خپره شوې ده او په ډېر سرعت سره دوام لري.موږ هیله مند یو چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه د مرستندویه بڼسټونو له خوا جدي پاملرنه وشي"

ښاغلي احمدي وویل چې په تېرو دوه میاشتو کې یوازي د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان د سرخکان له امله مړه شوي دي.

ارشیف؛ په پکتیا کې یو ماشوم ته د سرخکانو د واکسین تطبیق
ارشیف؛ په پکتیا کې یو ماشوم ته د سرخکانو د واکسین تطبیق

په مخکېني حکومت کې هم د بدخشان ولایت اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د هغو سیموراوسېدونکو چې هلته د تګ امکانات کم دي، روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایتونه کول.

خو د طالبانو حکومت له پیل او د افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته، په ډېرو روغتیایي مرکزونو کې یا روغتیایي خدمات بند شوي او یا ورته لاسرسی کم دی.

فیاض د کوف اب ولسوالۍ او نجیب الله د فیض اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی؛ دوي ازادي راډیو ته د شري ضد واکسین له نشتون شکایت کوي.

دوی وایي:" له تېرو درې میاشتو او په ځانګړي ډول په دې وروستیو ورځو کې د شري ناروغي په درواز او په ځانګړي توګه په کوف اب کې ډېره شوې او خلک روغتیایي خدماتو او د شري ضد واکسین ته لاسرسی نه لري"

"د سرخکانو ناروغۍ په دې شپو او ورځو کې په فیض اباد کې مخ په ډېرېدو ده، زموږ ماشومان یې مرګ ته رسولي دي، موږ هیله مند یو چې مرستندویه بنسټونه او روغتیايي سازمانونه دې برخې ته پاملرنه وکړي"

د عامې روغتیا وزارت له خوا د سرخکانو واکسین په اړه عامه پوهاوی
د عامې روغتیا وزارت له خوا د سرخکانو واکسین په اړه عامه پوهاوی

د بدخشان اوسېدونکي ګواښ کوي، که د طالبانو حکومت او روغتیایي سازمانونه د دې ناروغۍ له پرمختګ مخنیوی و نه کړي، دغه ناروغۍ به د بدخشان نورو سیمو او ان نېږدې ولایتونو ته هم ورسیږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د عامه روغتیا وزارت لید لوری هم ترلاسه کړو خو د دغه وزارت چارواکو زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځواب رانکړ.

شری یا سرخکان ساري مرض دی او تر ډېره ماشومان او په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي په دې ناروغۍ اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG