د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

طالبانو پنجشېر کې له رينجير موټر د دوه ماشومانو غورځېدل او د يوه وژل تأييد کړل


پنجشېر کې د طالبانو رينجير موټر، انځور - ارشيف
پنجشېر کې د طالبانو رينجير موټر، انځور - ارشيف

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه‌ييز چارواکي مني چې د یو دولتي رینجیر نه دوه ماشومان غورځېدلي چې یو وژل شوی او بل یې ټپی دی.

نور محمد وايي، اته کلن وراره یې د یکشنبې په ورځ شا او خوا د سهار ۹ بجې ووژل شو.

د نوموړي په خبره، وراره یې د خپلې کلنۍ ازموینې په پارچې پسې تللی و، چې د راتګ پر مهال له خپل ملګري سره دا پېښه پرې وشوه.

دوی چې کله خپل کلي ته راځي هر څه غږ کوي د موټر بانټ په لاسونو وهي خو څوک ورته موټر نه دروي

نوموړي د پېښې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "د سهار اته نیمې بجې وې چې وراره مې له کور نه ووته او ماته یې وویل چې کاکا زه ځم ښوونځي ته او خپله پارچه اخلم. دا چې کله له ها خوا نه یو بل ملګري سره یې راځي د کلي خلکو لیدلي چې دوی رینجر ته پورته کېږي، رینجر ورته دروي او دوی ورجیګ شوي، دوی چې کله خپل کلي ته راځي هر څه غږ کوي د موټر بانټ په لاسونو وهي خو څوک ورته موټر نه دروي، دغه ماشومان هم چې اته کلن ول له رینجر نه ځانونه لاندې غورځوي، هغه نظامي هم دومره غیرت نه‌کوي چې دوی خو اوس ولوېدل باید تر روغتونه پورې یې بوځي، تښتي، اوس موږ څوک راونیسو؟"

د نور محمد په وینا، د وراره ملګری یې ټپي او دا مهال په روغتون کې دی.

دغه پېښه د پنجشېر ولایت (خانیز) ولسوالۍ کې شوې ده.

د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي، هم دغه پېښه تأيیدوي.

ددې ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې، پېښه شوې خو په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړي، خو لیکلي، پایلې به یې ژر له رسنیو سره شریکې کړي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم له یاد ولایت نه عامو خلکو سره د طالبانو ځواکونو د ناسم چلند په اړه راپورنه ورکړل شوي، خو طالبانو بیا رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG