د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

بغلان کې نښتې؛ مقاومت جبهې د خپلو دوو قومندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ


د ملي مقاومت جبهې قومندان خیر محمد خیرخواه چې بغلان کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی.
د ملي مقاومت جبهې قومندان خیر محمد خیرخواه چې بغلان کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی.

د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې یو قومندان خیرمحمد خیرخواه او څو نور جنګیالي وژل شوي.

د ملي مقاومت جبهې جنګیالیو او طالب ځواکونو د بغلان د اندراب په څو سیمو کې سختې نښتې کړي.

مقاومت جبهه چې په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله واله مبارزه کوي تایید کړې چې د دوی یو قومندان خیرمحمد خیرخواه او څو نور جنګیالي یې وژل شوي.

د دې جبهې مشر احمد مسعود په خپل فېسبوک باندې په یوه بیان کې د خیرخواه او د هغه د ځینو ملګرو وژل کېدل تایید کړي.

احمد مسعود
احمد مسعود

مسعود ویلي چې د دفاع په لار کې یې ګڼ مشران له لاسه ورکړي، خو له مبارزې نه تېرېږي او د دوی لار به دوام پیدا کوي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټوېټر لیکلي چې قومندان خیرمحمد خیرخواه او قومندان غازي مرادي له خپلو ځواکونو سره تر وروستیو شېبو پورې د طالبانو په وړاندې وجنګېدل، خو د مهماتو د کمښت له امله په پای کې هدف وګرځېدل او ووژل شول.

احمدي د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی یاد کړی، خو ځینو رسنیو د ځايي خلکو په حواله راپور ورکړی چې د مقاومت جبهې لږ تر لږه شل وسله وال د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي.

صبغت الله احمدي هم لیکلي چې طالبانو ګڼ شمېر ځواکونه دې سیمې ته استولي و او د دوی پر جنګیالیو یې د خُج، کندي او کمر سفید او پل حصار له سیمو بریدونه کول.

احمدي دا ادعا هم کړې چې د دوی په ځوابي ډزو کې د طالبانو د سرې قطعې او نورو ډلو ګڼ شمېر جنګیالیو ته هم مرګژوبله اوښتې او له سیمې وتلي دي.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې جنګیالي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې جنګیالي

د طالبانو ضد د مقاومت جبهې یو مشهور قومندان خالد امیري هم په خپله ټوېټر د جمهوریت پر مهال د ملي اردو د خاصو عملیاتونو قومندان وو د خیرخواه په وژنې خواشیني ښودلې، خو ویلي یې دي چې د دوی مبارزه به روانه وي.

د طالبانو دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په اندراب کې د دې جګړې په تړاو تر دې دمه څه تبصره نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د ازادي راډیو پوښتنې د دې راپور تر لیکلو پورې نه دي ځواب کړي او هغه ادعا چې ګواکې طالب ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې لا طالب چارواکو او خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

خو طالبانو له دې مخکې د مقاومت جبهه د دوی په خبره باغیان بللي وو او ویل یې چې چاته د وسله وال مقاومت اجازه نه ورکوي او پر وړاندې به یې سخته مبارزه کوي.

طالب وسله وال په پنجشېر کې هم له دې مخکې د مقاومت د جبهې پر وړاندې سختې نښتې کړي.

په پنجشېر ولایت کې طالب ځواکونه بیا د مقاومت جبهې په پلوۍ د یو شمېر خلکو په وژنې هم تورن شوي.

له دې ډلې په خواله رسنیو څو واره ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې طالبان تورن شوي چې د مقاومت جبهې پر بندیانو او یو شمېر عامو خلکو باندې ډزې کوي او وژني یې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم چې تېر اکټوبر پنجشېر ولایت ته سفر کړی وو په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې خلک د طالبانو له خورا بد چلند او د بشري حقونو د سرغړونو په باب شکایتونه ورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG