د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

په پنجشېر کې د 'احمدشاه مسعود' د قبر د یوې برخې ړنګېدو غبرګونونه پارولي


د احمد شاه مسعود مقبره
د احمد شاه مسعود مقبره

په پنجشېر کې د احمدشاه مسعود د قبر د یوې برخې ړنګېدو غبرګونونه راپورته کړي.

یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې د احمدشاه مسعود د قبر د یوې برخې د ویجاړېدو ویډیو خپره شوې.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د هغه د قبر په سر هغه تېږه چې د هغه په اړه لیکل پرې شوي، ړنګه شوې او پر ځمکه پرته ده.

دا دویم ځل دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په پنجشېر کې د دې پخواني جهادي قوماندان چې د طالبانو سره یې خورا سختې جګړې کړي، مقبره تخریبېږي.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو په کندهار کې د دې ولایت د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق مقبره د موټرو په تم‌ځای بدله کړې ده.

جنرال عبدالرازق هم د طالبانو پر وړاندې خورا سخت دریځ درلود او طالبان یې له پاکستان په ملاتړ او د افغانستان په ورانۍ تورنول، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي.

د طالبانو له ویاند او د کورنیو چارو وزارت مو په پنجشېر کې د احمدشاه مسعود د مقبرې د یوې برخې د ړنګېدو په اړه وپوښتل، خو هېڅ ځواب یې ورنه کړ.

خو یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او سیاسیونو په دې کار سختې نیوکې کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په خپله فېسبوک‌پاڼه دا کار د شریرو او غیر مسوولو کسانو کړنه بللې او زیاتوي: "دا کړنه په هر ډول شرایطو کې، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې چې زموږ خلک تر هر وخته ډېر همدلۍ او همپالنې ته اړتیا لري، کولای شي چې د هېوادوالو ملي روحیه شدیداً زیانمنه کړي او په زړونو او دماغونو کې د کینې او نفاق تخم وکري."

عبدالله همدا ډول په وروستیو ورځو کې د بدخشان پوهنتون او په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالبانو له‌خوا له تاوتریخوالي ډک چلند د تاسف وړ بللی دی.

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

پخواني جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف هم په خپله فېسبوک‌پاڼه دا عمل د دین خلاف او د انساني ارزښتونو ضد بللی او زیاتوي، داسې ډول کړنې د ملي یووالي پر وړاندې کلکه ضربه ده.

د جمعیت اسلامي ګوند دوو غړو چې هر یو یې ځان د دې ګوند مشر بولي صلاح‌الدین رباني او عطامحمد نور هم په دې اړه تُندې څرګندونې کړي.

صلاح‌الدین رباني دا د طالبانو کار بللی او او په خپله فېسبوک‌پاڼه یې لیکلي: "د افغانستان د ملي اتل مقبرې ته په پرله پسې ډول سپکاوی د طالبانو د ډلې د تفرقې او نه ماتېدونکي سیاستونو یوه بله ښکاره نښه ده."

عطامحمد نور بیا په خپله فېسبوک‌پاڼه دا کار د قومونو، ژبې او ملي هویت پر ضد جګړه بللې او طالبان یې د یوه خاصې ژبې او د ځینو قومونو سره په تبعیضي چلند تورن کړي دي.

له طالبانو مو د دې نیوکو او له خلکو سره د دوی د چلند په اړه هم وپوښتل، خو هېڅ چارواکي او ویاند یې ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې چې طالبانو له دې وړاندې د کابل پوهنتون د ښکلي هنرونو د پوهنځي مخته جوړه شوې مجسمه هم له‌منځه وړې، تر خوا یې په بامیان کې د پخواني جهادي قوماندان عبدالعلي مزاري تندیس هم تخریب کړې، همدا ډول د یو شمېر مشاهیرو تصویرونه چې په ځینو ولایتونو کې رسامي شوي و، رنګ کړي.

XS
SM
MD
LG