د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغان سیاستوالو د ملاتړ جلبولو لپاره د طالب مشرانو هڅې


یو شمېر طالب مشران
یو شمېر طالب مشران

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې ډلې ځینو مشرانو هڅې روانې کړي چې د افغان سیاستوالو ملاتړ جلب کړي.

د طالبانو مشران په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې د ځینو افغان سیاستوالو کورونو ته ورغلی او له هغوی یې د طالبانو لپاره "بیعت" اخیستی.

تازه یکشنبه خلیل الرحمن حقاني او د طالبانو یو شمېر مشران د ګل اغا شیرزي کور ته ورغلي وو.

ګل اغا شیرزی د افغانستان په کابینه کې لږ تر لږه دوه دورې وزیر پاتې شوی.

وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو و. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزیر و. څو کاله د ننګرهار والي هم پاتې شوی.

د ښار جوړونې وزارت دوره یې تر ټولو مشهوره ده، ځکه ده په کې د رغنیزو چارو لپاره د خپلو هڅو په خاطر د بلډوزر لقب وګاټه.

طالبانو هم په هغو مراسمو کې چې له شیرزي یې بیعت اخېسته هغه ته دا لقب ورکړ، خو لږ متفاوته: "جناب شیرزی صاحب انشاالله له اسلامي امارات سره په شریعت باندې بیعت کوي. جناب شیرزي صاحب اعلان کړی و چې زه د افغانستان بلډروز یم. زه اوس دا وایم چې دی له دې وروسته زموږ د اسلامي امارات د امیر المومنین او د ټولو له طرفه د ټول افغانستان د جوړولو بلډروز دی."

شیرزی په حکومتي چارو سربېره په قومي جرګو او د سولې په فعالیتونو کې هم لیدل شوی.

د طالبانو هڅې یوازې په شیرزي نه دې متمرکزې. ترده مخکې یې ځینې نور سیاستوال هم د ځان پلوي کړي.

له هغې ډلې یوه بله قضیه چې د ټولو پام یې ور اړولی له طالبانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني د ورور حشمت غني احمدزي بیعت دی.

په خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوې ویډیو کې ښکاري چې خلیل حقاني او ځیني نور طالب مشران له حشمت غني سره ولاړ دی او د الله اکبر په نعرو اعلان کوي چې هغه له طالبانو بیعت وکړ.

په ویډیو کې یو طالب مشر د حشمت غني تندی ښکلوي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې په کابل د طالبانو تر ولکې وروسته متحده عرب اماراتو ته ولاړ، څو واره په ډاګه کړې وه چې له خپل ورور سره اړیکې نه لري او په اصطلاح "عاق" کړی یې دی.

حشمت غني له طالبانو تر ملاتړ وروسته له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په اردو مرکه کړې او د خپل ملاتړ دلیل یې دا ویلی.

"حمایت خو به قوي کلمه وي. مګر څه چې ما کړي هغه مې د خپلو خلکو او خپل هېواد لپاره کړی. نه یوازې مې د خپل ملک لپاره نه دی کړی دا کار بلکې د طالبانو جوړښت چې ما وکوت دوی دلته امنیت راوستلی شي."

حشمت غني کابل ته د طالبانو د راتلو په لومړنیو ورځو کې د اګسټ په شپاړلسمه په خپل ټوېټر شکایت کړی و چې طالب وسله والو یې له کوره یو پیکپ موټر په زور بوته.

"دوی خو ویل موږ د چا کور ته نه داخلېږو موږ د چا شخصي مال سره غرض نه لرو اوس دوی زما له کوره یوه پیکپ په زوره بوتله زما ټول ژوند کې دولتي کار نه دی کړی دا زما شخصي کور او موټر دی داسې خو دوی خپل حیثت ته ژر تاوان رسوي."

طالبانو بیا ویلي چې د دوی وسله وال حق نه لري د خلکو کورونو ته ورشي او ګاډي ترې بوځي.

د سیاستوالو د جلب او جذب په دې پروسه کې د طالبانو مخکښ غړی خلیل الرحمن حقاني په دې هڅه کې دی چې د خپلو وسله والو یوه نوې او معتدله څېره وښيي.

هغه وړمه ورځ په یوه غونډه کې احمد شاه مسعود ته چې کلونه یې د طالبانو په وړاندې جګړه وکړ شهید او اتل ووایه او ویې ویل چې زوی یې احمد مسعود له طالبانو سره بیعت وکړ.

حقاني زیاته کړه: "لاسونه پورته کړئ. شکر وباسئ. احمد مسعود. د شهید مسعود اتل قهرمان قوماندان مسعود زوی نن سره د ټولې کابینې بیعت وکړ له موږ سره."

دا خبرې احمد مسعود ته نږدې کسانو تکذیب کړي او ویلې یې دي چې خبرې روانې دي خو احمد له طالبانو سره بیعت نه دی کړی.

احمد مسعود په پنجشیر کې د یو شمېر نورو طالب ضد څېرو له هغې ډلې مرستیال ولسمشر امرالله صالح او نورو په ملتیا د مقاومت جبهه جوړه کړې ده.

هغه څه چې د خلیل الرحمن حقاني په تړاو یې د ګڼو لویدیځو رسنیو پام هم ور اړولی په ټولو مجلسونو کې د یوه امریکایي ټوپک ګرځول دي.

نیویارک ټایمز لیکلي خلیل حقاني له اېم.۴ امریکايي ټوپک سره په غونډو کې برخه اخلي.

په خواله رسنیو د خلیل حقاني او ګلبدین حکمتیار یو ګډ انځور هم د ګڼو پام ور اړولی چې خلیل حقاني ټوپک سره ناست دی.

د دې ناستې عکسونه او جزییات رسنیو او هم په خپله د حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار خپاره کړي.

خلیل حقاني د حقاني شبکې او طالبانو یو مخکښ غړی دی چې د نیویارک ټایمز په خبره د امریکا متحده ایالاتونو او ملګرو ملتونو د ترهګرو او تعقیب وړ کسانو په لېسټ کې دی.

د ده وراره سراج الدین حقاني د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې مشر دی چې د امریکا په تر ټولو خطرناکه تعقیب وړ ترهګرو کې دی او د داسې معلوماتو په بدل کې چې دی پرې نیول کېدای شي د پنځو میلیونو ډالرو بونټي یا انعام ټاکلی.

حقاني شبکه چې د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې د جلال الدین حقاني په مشرۍ جوړه شوه له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره په ګډه همکارۍ او په افغانستان کې په مرګونو بریدونو تورنه ده.

د راپورونو له مخې ۲۰۰۱ میلادي کال دې شبکې له توره بوړې د القاعده شبکې د وژل شوي رهبراسامه بن لادن د تېښتې لپاره زمینه برابره کړه او د دې باعث شوه چې د امریکا جګړه سخته او کلونو ته وغځېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي سره له دې چې د خلیل حقاني غونډو ته ګڼ کسان ورځي او د هغه او طالبانو د ملاتړ شعارونه ورکوي مګر معلومه نه ده چې دا کار له زړه کوي یا د ځان د ساتنې لپاره.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې دا ټولو ته جوته چې یو شمېر خلک د واکمنانو په ملاتړ ځکه شعار ورکوي چې ځانونه یې خوندي وي.

ددې راپور غږیزه بڼه د دې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG