د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

احمد مسعود: که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، پوځي لارې هم شته


کابل کې د ثور د اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه
کابل کې د ثور د اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو نهه میاشتې اوړي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خلکو هیلې مړاوې کړې دي.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د دغه اندېښنو په دوام وایي، د افغانستان د سولې له پروسې او په پایله کې یې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو هرکلی او ملاتړ کوي، خو که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، پوځي لارې هم شته.​

دی وايي، که څوک په زور په خلکو ځانونه مني د خپلو ملاتړ کوونکو سره یوځای به‌یې په وړاندې ودرېږي.

ښاغلي مسعود د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۵» د ثور د اتمې، د مجاهدینو له لوري د کابل د نیولو او واک ته رسېدو د ۲۹مې کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې په کابل کې وویل: "په داسې حال کې چې د ښکېلو اړخونو لیدلوری پوځي حل لاره وي، نو موږ هم د مجاهدینو په ګډون او له مجاهدینو سره په مشوره او د افغانستان د مسلمان ملت په ملاتړ د افغان علماوو تر لارښوونو لاندې د یوه واقعي اسلامي او شرعي نظام د راوستلو په هدف چې د شهیدانو او مجاهدینو غوښتنه وه، خپله پرېکړه به وکړو ان‌شاءالله."

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود

د ده په خبره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې، نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دغه ډلې سولې ته لېوالتیا ښودلې او باید د سولې په وړاندې خنډونه لیرې شي او ټول اړخونه د مذاکراتو په پایله کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې جګړه به وروستی انتخاب وي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "دا څېرې نوې دي، باید د جګړې له الفاظو ګټه وانه‌خلي، د مسعود زوی هم ځوان دی، موږ يې تشویقوو، خو جګړه لا لیرې ده باید د جګړې خبرې ونه‌کړي او د هوکړې منطق باید دغه‌شان د ټولو په فکرونو کې وي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه‌توانېدو، خو حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد او خپلو خلکو د ساتنې وړتیا لري او هره ډله چې د جمهوریت د ارزښتونو او دولت دفاع کوي باید د افغان ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.

دغه‌شان څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډيو راډيو سره په خبرو کې ویلي چې په سلو ۹۶ پوځي عملیات اوس‌مهال د افغان ځواکونو له‌خوا ترسره کوي.

کابل کې د ثور د اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه
کابل کې د ثور د اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه

احمد مسعود د احمد شاه مسعود زوی چې پلار ته‌یې د افغانستان دولت او لویې جرګې د ملي قهرمان لقب ورکړی، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

که څه هم د تېر میلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره سم د اوربند او د تاوتریخوالي د کموالي په اړه هیلې زیاتې شوې وې، خو اوس چې ورځ تر بلې د تاوتریخوالي کچه لوړېږي راټوکېدلې هیلې هم ورسره مړاوې کېږي.

XS
SM
MD
LG