د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

پر طالبانو سخت انتقاد؛ "د افطار په ساعت کې انتحار او د پُل ورانول جهاد دی؟"


هغه دسترخوان چې د لوګر په یوه کور کې د روژه ماتي لپاره تیار شوی و او چاودنې هر څه ګډوډ کړل.
هغه دسترخوان چې د لوګر په یوه کور کې د روژه ماتي لپاره تیار شوی و او چاودنې هر څه ګډوډ کړل.

افغان چارواکو د لوګر د موټربمي برید په وړاندې خورا تند غبرګون وښود.

طالبانو یې مسؤلیت لا نه‌دی منلی، خو افغان چارواکي وايي چې دا برید دې ډلې کړی دی.

د حج او اقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د لوګر حملې ته په اشارې پر طالبانو تند انتقادونه وکړل، ویې‌ویل: "دا د دین دښمنان د افطار په ساعت کې د طلبه کرامو په سکن باندې انتحار و انفجار کوي، دا کوم دین دی، دا کوم جهاد دی؟ د میوند پُل ورانول جهاد دی، په حافظانو باندې راکټ ورول جهاد دی؟"

محمد قاسم حلیمي
محمد قاسم حلیمي

وړمه شپه د لوګر په پل علم کې په یو موټربمي برید کې لږترلږه ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

وژل شوي کسان د ازرې ولسوالۍ زده‌کوونکي وو چې د کانکور د ازموینې لپاره پُل علم ته تللي وو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې تور ولګاوه چې دې ډلې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره جنګ جاري ساتلی دی.

ده د افغان امنیتي ځواکونو جګړه دفاعي او مشروع وبلله: "او دا د هر دولت مسؤلیت دی، کوم کار چې موږ کوو، موږ نه کوم بل هېواد اشغال کړی دی، نه مو پر هغو باندې حملې کړي، نه مو د دوی دښمنانو ته ځای ورکړی دی، پر موږ یوه مستقیمه حمله ده، په افغانستان باندې یوه مستقیمه حمله ده او د دې تاریخچه هم ډېره زړه ده، دا یوازې په طالب پورې محدوده نه‌ده، بلکې یو تعداد هېوادونه چې غواړي له افغانستانه خپل بدل واخلي یو څه اجیران پیدا کړي او هغوی هم نه پر سیاست سر خلاصېږي نه په دنیا..."

حمدالله محب
حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دغه‌راز وویل چې طالبان لا هم چاودېدونکي مواد او وسلې له پاکستانه راوړي.

خو طالبان وايي چې په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو وسلې ترلاسه کوي.

په همدې منځ کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د سولې پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې‌ویل چې که سوله ونه‌شي د ۹۰مې لسیزې ترخې پېښې به تکرار شي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "لومړۍ خبره دا ده چې په ټول‌شمولې سوله‌ییزې حل‌لارې هر څوک باور لري، خو که خدای مه‌کړه سوله ونه‌شي، بیا نو بې له شکه هېچا د هېواد وروستی تاریخ نه‌دی هېر کړی، نو په داسې حالت کې باید د نړیوالو ځواکونو د وتلو د جدي عواقبو لپاره په ګډه اقدام وکړو. د سولې د ملاتړ لپاره او په هرو شرایطو کې ګډ دریځ ته اړتیا ده ځکه چې که دا (فرصت) له لاسه ووت، بیا به‌یې ټول له لاسه ورکړي."

خو ده په عین حال کې یې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره پر افغانانو دنیا نه چپه کېږي، مګر ستونزې یې زیاتېږي او له همدې کبله‌یې ټول تمرکز په دې دی چې سوله وشي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس په دې شک څرګند کړ چې طالبان به سوله غواړي ځکه چې دغې شورا پر طالبانو بې‌شمېره وارې غږ کړی چې خپلې غوښتنې د خبرو په مېز مطرح کړي.

وسله‌والو طالبانو تېره میاشت د ترکیې د استانبول په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او وروسته‌یې وویل، تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه‌وي، د سولې په هېڅ‌راز خبرو کې ګډون نه‌کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت (اپرېل) اعلان وکړ چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه وباسي.

XS
SM
MD
LG