د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ سرخط: طالبان دې، دې موده هېڅ تېروتنه نه کوي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل او له هغې وروسته په افغانستان کې د رامنځته کېدونکو حالاتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه ناټو خپله ژمنه عملي کړه او خپل یو شمېر ځواکونه یې تېره ورځ له افغانستانه وایستل.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان له قوله لیکلي چې له افغانستانه خپل عسکر په احتیاط باسي، خو که طالبانو د دوی د وتلو په موده کې وړه تېروتنه هم وکړه سخت ځواب به ورکړي.

لیکوال غوښتنه کړې چې افغان دولت او طالبان باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره هڅه وکړي، داسې هڅه چې ولس یې غواړي او هغه اوربند او تل پاتې سوله ده.

په مطلب کې راغلي چې طالبان باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موده کې هېڅ تېروتنه ونه وکړي او که ترې تېروتنه وشوه پایلې به یې د افغانانو لپاره خطرناکې وي.

  • ويسا

ویسا ورځپاڼې هم لیکلي چې ناټو تېره ورځ له افغانستانه خپل ۱۰۰ سرتیري وایستل.

ورځپاڼې لیکلي چې د ناټو د یوه چارواکي د دې پروسې له پیل سره ویلي چې د دې بهیر په هر پړاو کې د ائتلافي ځواکونو خوندیتوب یې لوی لومړیتوب دی.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم د بروکسل کنفرانس د ژمنو له مخې له افغانستانه سره به د امریکا او ناټو مالي مرستې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې دوام ولري، خو د خپلو ځواکونو ایستل به د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه بشپړ کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پیل سره طالبانو یو ځل بیا پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړل.

لیکوال لیکي، د طالبانو له لوري لویو ښارونو په ځانګړي توګه کابل ښار کې امنیتي ګواښونو زیاتول، هغه اندېښنې راپورته کړي چې ګنې روانه جګړه به یو ځل بیا له افغانانو درنه قرباني واخلي.

د سرمقالې لیکونکي په حواله، نړۍ د افغان کشالې د سیاسي حل لارې په لټه کې ده، خو دا چې دغه حل لاره به کله او څنګه رامنځته کېږي؟ هېڅوک یې په ځواب نه پوهېږي.

د مطلب په پای ویل شوي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د یوې تل پاتې سولې لپاره باید ښکېلې خواوې د افغانانو د خوندیت لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG