د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

افغانستان کې په سينه‌ و‌ بغل د اخته ماشومان شمېر زيات شوی دی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون وايي، په وروستیو ورځو کې د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی، چې په سینه و بغل یا نمونیا اخته دي.

افغانستان چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و، د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له رکود سره مخامخ شو، بې‌کاري زیاته شوه او روغتیايي سیسټم هم اغېزمن شو.

"په ټولو برخو کې د ورځې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې ناروغان راځي

کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون یوه متخصص، ډاکټر احمد فرید احدي ازادۍ راډیو ته وویل: "په ټولو برخو کې د ورځې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې ناروغان راځي، چې له ډلې یې له ۳۰ تر ۵۰ پورې ناروغان بستري کېدو ته اړتیا لري. نورو هغو ته ضروري درمل ورکوو او رخصتوو یې."

د دغه روغتون شمېرې ښيي، چې د تېر میلادي کال په نوامبر میاشت کې په سینه و بغل او سالنډۍ اخته ۶۷۰۰ ماشومان په دغه روغتون کې بستر شوي وو، حال دا چې وړم کال په همدې موده کې د دغو ماشومانو شمېر یوازې ۳۷۰۰ و.

د کابل د اندراګاندي روغتون یوه بل ډاکټر حسین افضلي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ډاکټرانو او طبي کارکونکو کمښت یې لویه ستونزه ده.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

وروسته له هغې چې طالبانو د ډسمبر میاشتې پر ۲۴مه، په کورنیو او بهرنیو نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې مسئلې ګڼ نړیوال سازمانونه اړ کړل چې خپل ځینې فعالیتونه وځنډوي.

د فرانس۲۴ د راپور له‌مخې په داسې حال کې چې سخت ژمی روان دی، تر دغه بندیز وروسته څه باندې ۱۸۰ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

هغه ادارې چې په روغتیايي برخه کې فعالیت لري وايي، د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې د ښځینه کارکوونکو له همکارۍ پرته ښځو او ماشومانو ته په وړ ډول روغتیايي خدمات نه‌شي وړاندې کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG