د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۲۴

د سره صليب کمېټه: افغانستان کې د ماشومانو د تنفسي ناروغيو کچه لوړه شوې


کندهار کې په خوار ځواکۍ اخته يو ناروغ ماشوم، انځور - ارشيف
کندهار کې په خوار ځواکۍ اخته يو ناروغ ماشوم، انځور - ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) خبر ورکوي چې په افغانستان کې د هغو ماشومانو په منځ کې چې د دغې کمېټې تر ملاتړ لاندې روغتونونو ته مراجعه کوي د تنفسي ناروغیو کچه ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.

يو سړی چې په پلازمېنه کابل کې لاسي کراچۍ چلوي او نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: " ورځنۍ، ځینې ورځې ۵۰ روپۍ کېږي ، ځینې ورځې بیا له خالي جیبونو سره ځم."

نوموړی وايي چې، د خپلې اووه کسيزې کورنۍ يوازينی کفیل دی.

"تر اوسه مې د ژمي لپاره د سون توکي نه دي اخیستي

هغه وايي، چې په کرايي کور کې اوسېږي او د ژمي لپاره د ډوډۍ او اوبو پيدا کول او د سون توکو چمتو کول يې پر اوږو بار دي.

نوموړی وايي: "تر اوسه مې د ژمي لپاره د سون توکي نه‌دي اخیستي، څوک قرض هم نه ورکوي، وګورم چې څه کېږي توکل په خدای هر څه چې وشول."

د پلازمېنې دغه اوسېدونکی په داسې حال کې د ژمي د موسم په درشل کې د خپل ستونزمن اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په خپل ټویټر اکاونټ کې د ویډیويي راپورونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان خلک په را روان ژمي کې له سخت فقر او سړو سره مخ دي.

د دغې کمیټې په یوه ټویټ کې ویل شوي: "په افغانستان کې خلک د ژمي په ردارسېدو، اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي."

د سره صليب نړيوالې کمېټې هم ليکلي، چې د افغانستان خلک له دوو سترو ستونزو سره مخ دي، د خوراکي توکو چمتو کول او د کورونو تودول.

ای سي ار سي دا هم ویلي چې په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ او خوارځواکي زیاته شوې ده.

د دغې ادارې له خوا د ورکړل شویو شمېرو له‌مخې، له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې چې د دغې کمېټې تر ملاتړ لاندې په ۳۳ روغتونونو کې یې درملنه کېږي، د سینه بغل/ تنفسي ناروغي د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

"له ولس سره د مرستو په لړ کې نړیوال بنسټونه او اسلامي امارت دواړه هڅه کوي، چې خپلې مرستې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه اړمنو خلکو ته ورسوي

د سره صلیب کمیټې مخکې ویلي وو چې، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي د ۲۰۲۱ کال په پرتله سږ کال ۹۰ سلنه زیاته شوې ده.

دغې کمېټې ویلي چې په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو او خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل د کورنیو بې‌وزلي ده.

د سره صلیب نړیواله کمېټه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په سوړ موسم کې له خلکو سره د مرستې لپاره د مرستندویه موسسو او طالبانو د حکومت د هڅو خبره کوي.

نوموړی وايي: "له ولس سره د مرستو په لړ کې نړیوال بنسټونه او اسلامي امارت دواړه هڅه کوي، چې خپلې مرستې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه اړمنو خلکو ته ورسوي، چې تر ډېره حده رسېدلي. د کډوالو وزارت، طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت او سور صلیب د ژمې په رارسیدو سره یې له خلکو سره مرستې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته بې‌وزلي نوره هم زیاته شوې ده ځکه چې د ښځو په ګډون ګڼو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

که څه هم په دې موده کې مرستندویه بنسټونو تل پر خلکو د مرستو د وېش اعلان کړی، خو په وروستیو میاشتو کې یو شمېر افغانانو له ازادي راډیو سره په مرکه کې د بې‌وزلۍ د شدت او له هغه څخه د رامنځته شویو ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG