د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

د مؤسسو خبرداری: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نه‌‌شي ۹۷‌سلنه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکي دي


افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې.
افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې.

څلورو لویو غیر دولتي مؤسسو چې په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز له پرېکړې وروسته، خپلې چارې ځنډولي، خبرداری ورکړی چې نوي کال کې شاو خوا ۹۷ سلنه افغانان له فقر او بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکې دي.

د ماشومانو د ساتنې مؤسسې"Save The Children"، د ناروې د مهاجرت شورا"NRC"، پاملرنې "Care" او ورلډ ویژن انټرنېشنل"World Vision International" پرون ویلي، وروستي ارقام ښیې چې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان چې ۱۴ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

"موږ نه‌شو کولای د خپلو ښځینه همکارانو پرته خپل ژوند ژغورونکي ملاتړ ته دوام ورکړو

د دې څلورو لویو مؤسسو چارواکو پرون یوه خبري کنفرانس کې چې جزیات یې پاملرنې "Care" موسسې خپاره کړي له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر په نا دولتي موسسو په افغان ښځو د کار بندیز پرېکړه، بېرته واخلي.

دې کنفرانس ته د ماشومانو د ساتنې موسسې اجرایوي مشرې اینګر اشینګ ویلي، طالبانو داسې مهال نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز لګولی چې د وږو افغان ماشومانو، مېرمنو او نارینه‌و شمېر په نړۍ کې د ریکارډ تر کچې رسېدلی او دوی له یوه لوی بشري ناورین سره مخ دي.

هغې زیاته کړې: "موږ نه‌شو کولای د خپلو ښځینه همکارانو پرته خپل ژوند ژغورونکي ملاتړ ته دوام ورکړو او که موږ و نه توانېږو چې بیا خپله برنامه پیل کړو؛ ماشومان به مړه شي، ځکه دا وضعیت ډېر جدي دی."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دې خبري کنفرانس ته د ورلډ وېژن انټرنېشنل مؤسسې اجرایوي رئیس انډریو مورلي ویلي، ښځینه کارکوونکې د بشري مرستو رسولو په برخه کې د دوی لپاره حیاتي ارزښت لري.

د پاملرنې "Care" مؤسسې سرمنشۍ صوفیا سپریچمن سینیریو بیا ویلي، د طالبانو دا ویجاړونکې پرېکړه به په هغه خلکو بده اغېزه ولري چې لا د مخه له خورا سختۍ سره مخ دي.

د ناروې د مهاجرت شورا"NRC" سیمه‌ییز رئیس اډم کامبز هم ویلي، دوی په افغانستان کې د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره د نارینه‌و او ښځو دواړو لپاره بې له خنډه لاس‌رسي ته اړتیا لري.

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ ناوخته یوه مکتوب کې چې د اقتصاد وزارت له‌خوا یې خپور شو، په نادولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه.

خو سره له دې چې په کور دننه او نړیواله کچه ترې د دې پرېکړې د بېرته اخستو غوښتنه شوې، طالب چارواکو پرې ځان غلی نيولی، مګر یو شمېر مهمو او لویو مؤسسو د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي دي.

هاخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، که طالبان په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي، دا کار به د نړیوالو مؤسسو د بشر دوستانه عملیاتو ته لار پرانیزي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ بیا له ټولو اندېښنو سره سره، افغان نجونو او ښځو ته چې د ده په خبره، حقونه یې نقض کېږي، ډاډ ورکړی چې ترڅنګ یې ولاړ دی.

هغه له افغان نجونو او ښځو غوښتي چې تسلیمې نه‌شي او دوی به یې د متحدانو په توګه لاس‌نیوي او همکارۍ ته دوام ورکړي.

په غیر دولتي موسسو کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په کار بندیز، په کور دننه هم پراخ عکس‌العمل راپورته کړی او ډېرو هغو ښځو چې د کورنۍ سرپرستې دي، د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG