د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان کې ځنډېدلي فعالیتونه بېرته پیلوي


ارشیف: په کابل کې د ملالۍ زېږنتون کې یو نوی پیدا شوی ماشوم. Dec. 9, 2021
ارشیف: په کابل کې د ملالۍ زېږنتون کې یو نوی پیدا شوی ماشوم. Dec. 9, 2021

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان خپل ځنډېدلي روغتیايي فعالیتونه بېرته پیلوي.

په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو مرستې ته اړتیا لري، د پاملرنې نړیوالې موسسې په دې هېواد کې د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خپلو ځنډېدلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ.

د پاملرنې نړیوالې موسسې یا CARE INTERNATIONAL په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته یې کارځایونو ته د خپلو ښځینه کارکوونکو د خوندي او له محدودیت پرته تګ راتګ په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته دا پرېکړه کړې ده.

د پاملرنې موسسې په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې روان انساني کړکېچ ته په کتو د دغه فرصت هرکلی کوي، ځکه د اعلامیې په ټکو ښځینه کارکوونکې د دغه بنسټ مهم جز او له نه شتون پرته يې چارې پر مخ نه وړل کېږي.

ارشیف: د کابل په یو روغتیايي مرکز کې یوه ډاکتره د ناروغانو د معاینې پرمهال
ارشیف: د کابل په یو روغتیايي مرکز کې یوه ډاکتره د ناروغانو د معاینې پرمهال

دغه موسسې په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار د لګول شويو بندیزونو د لغوه کېدو هیله ښودلې او ویلي دي، د پرمختګ لپاره به د داسې لارو چارو په لټه کې وي چې ښځینه او نارینه همکاران یې وکولای شي په ټولو برخو کې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي.

دا په تېرو دوه ورځو کې لږ ترلږه دویم نړیوال مرستندویه بنسټ دی چې په افغانستان کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه پیلوي.

تېره ورځ د ماشومانو د ساتنې سازمان یا سیف د چلډرن هم ویلي و چې په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینې پروګرامونه بیا پیلوي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی او بېرته خپل فعالیتونه پيلوي.

عام افغانان د مرستندویه نادولتي بنسټونو د دغه اعلان هرکلی کوي، خو د نورو نړیوالو مرستندویه ادارو نه هم غوښتنه کوي چې په دې سختو حالاتو کې افغانانو ته مرستې ورسوي.

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان October 20, 2021
په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان October 20, 2021

د کابل ښار اوسېدونکی محمداجان ازادي راډيو ته وویل: "د نړیوالو موسسو له تازه اقدامه هرکلی کوو، ځکه اوسمهال افغانان تر سخت اقتصادي فقر لاندې ژوند کوي او د دې توانايي نه لري چې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي، نو د نړیوالو مرستې خورا مهمې دي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالمجید وویل: "یو شمېر نړیوالو موسسو په افغانستان کې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي دي. دا یو مهم خبر دی او ټول یې هرکلی کوو او له نورو بهرنیو ادارو هم غوښتنه کوو چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي او په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره مرستې وکړي."

خو د یادونې ده چې پاملرنې موسسې او د ماشومانو د ساتنې سازمان، دواړو یوازې د روغتیا او تغذیې په برخو کې د فعالیت د بیا پیل خبر ورکړی په داسې حال کې چې د مرستندویو موسسو یوه کوچنۍ برخه په یادو برخو کې خلکو ته مرستې رسوي او نورو بېلابېلو اړینو برخو کې لا هم د ډېری موسسو فعالیتونه، پر ښځو د طالبانو د تازه لګېدلي محدودیت له امله ځنډېدلي دي.

طالبانو شاوخوا درې اوونۍ مخکې دا پرېکړه وکړه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او په غبرګون کې يې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د طالبانو حکومت تر اوسه د خپلې پرېکړې د بدلون او یا لږترلږه په پاملرنې موسسې او د ماشومانو د ساتنې په سازمان کې ښځو ته د کار د احازې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاملرنې او سیف د چلډرن موسسې په داسې حال کې د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیل کېدو خبر ورکوي، چې همدا اوس میلیونونه افغانان په بېلابېلو برخو کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي چې روان ژمی په افغانستان کې ډېر سخت او میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG