د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

په ځینو ولایتونو کې 'د ماشومانو ساتنې سازمان' د فعالیتونو د بیا پیل هرکلی وشو


ارشیف: د افغانستان په یو روغتون کې په خوراځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: د افغانستان په یو روغتون کې په خوراځواکۍ اخته ماشومان تر درملنې لاندې دي.

یو شمېر افغانان په ځینو ولایتونو کې د ماشومانو د ساتنې سازمان یا سیف د چلډرن د فعالیت له بیا پیل هرکلی کوي.

په افغانستان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې اولادونه یا یې هم د چم ګاونډ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو د ساتنې سازمان یا سیف د چلډرن د فعالیتونو له بیا پیل هرکلی کوي.

د افغانستان د مرکزي ولایتونو یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې یې زیاد شمېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "دلته د ماشومانو وضعیت خراب دی. ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. دا ښه کار دی چې دا موسسه بېرته خپل فعالیت پیلوي، خو مرستې باید اړمنو کورنیو ته ورکړي او ماشومان هم سم تداوي کړي."

د ارزګان اوسېدونکی نصیب‌الله صالحزی هم ازادي راډیو سره خبرو کې، د ماشومانو د ساتنې سازمان د فعالیت له پیل او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له مرستې خوښي ښيي.

صالحزی وايي: "د ماشومانو د ساتنې سازمان یا سیف د چلډرن د کار پیل ته اړتیا لرو، څو په ارزګان کې بې‌وسو او هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. ډېره به ښه وي چې خپل کار بیا پیل کړي."

د ماشومانو د ساتنې سازمان یا "SAVE THE CHILDREN" پرون وویل، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیا، خوارځواکۍ او زده‌کړو په برخه کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

دې سازمان د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې د خپل اجراییه رییس ډیویډ رایټ له قوله لیکلي، په هغو برخو کې چې دوی خپل خدمتونه بېرته پیلوي، له مسوولو چارواکو یې واضح او باوري ضمانتونه ترلاسه کړي چې ښځینه کارکونکې به یې خوندي وي او له کوم خنډ پرته به خپله دنده مخ‌ته وړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان وايي، دوی په افغانستان کې ۷۳ زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کوي.

ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم
ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم

تر خوا یې ۳۰ زره ښځې د دوی د ګرځنده کلینکونو له لارې روغتیايي مرستې تر لاسه کوي.

دې سازمان وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې، دوی اوسمهال د خپلو ښځینه همکارانو په ملتیا د روغتیا، زده‌کړو او خوارځواکۍ په برخه کې خپل فعالیتونه پیلوي، خو تر هغه چې یې ټولو کارکوونکو ته د کار اجازه نه وي ورکړل شوي، په نورو برخو کې به یې چارې همداسې ځنډېدلې پاتې وي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر واخلي، خو ویاند یې ځواب ورنه کړ، وړاندې یې بیا ویلي و چې د دې ستونزې د حل لپاره د یوې معقولې حل‌لارې د پیدا کولو په هڅه کې دي.

وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه، د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ له قوله، نږدې ۱۵۰ موسسو او نورو خیریه بنسټونه خپلې چارې ودرولې یا هم په جزوي توګه خپل فعالیتونه روان وساتل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG