د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د افغانستان روغتیايي سیستم به جدي ګواښ سره مخ شي


ارشیف، د افغانستان په یوه روغتون کې بستر ماشومان
ارشیف، د افغانستان په یوه روغتون کې بستر ماشومان

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د افغانستان روغتیايي سیستم ته پاملرنه ونه‌شي، د روغتیا په برخه کې به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ شي.

دغه سازمان اټکل کړی چې ۱۸،۱ میلون وګړي په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

دغه سازمان اعلان کړی چې روان میلادي کال کې نږدې ۲۵ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

پرون د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف استازو، د روغتیا برخې ملاتړو او د افغانستان د عامې روغتیا استازو او یو شمېر بشردوستانو شریکانو د قطر په کوربه‌توب چې د طالبانو له حکومت سره یو له نږدې هېوادونو دی، په افغانستان کې د راتلونکو ۱۸ تر ۲۴ میاشتو موقتو روغتیایي لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې د افغان ماشومانو، ښځو او یو شمېر زیانمنو اړخونو بشري اړتیاوې څېړل شوې دي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز مدیر ډاکتر احمد المندري د قطر په ناسته کې د خوارځواکۍ، شري، 'کووېډ-۱۹' د لوړې کچې او د شدیدو اسهالاتو د زیاتېدړ په اړه اندېښنه وښوده.

یو افغان ناروغ ماشوم او کورنۍ یې
یو افغان ناروغ ماشوم او کورنۍ یې

نوموړي ټینګار کړی چې "د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د خلکو ژغورنې او ساتنې ته ژمن دی".

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې روان میلادي کال نږدې ۲۵ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان همدارنګه اټکل کړی چې له ۱۸ ملیونه زیات افغانان بېړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ډاکتر لو داپنګ ویلي چې دا مهال د مرستندویه بنسټونو له ملاتړ سره سره شااوخوا زرو روغتیایي مرکزونو هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي چې دا مهال شااوخوا ۱۰ ملیونه افغانان هېڅ ډول روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي پرته په افغانستان کې ژوند کوي او د ناروغانو د ژوند ژغورنې لپاره باید لازمه اقدام وشي.

دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې د روغتیاي مرستو هر ډول ناغېړي به د اومېندوار میندو د مړینې، د ماشومانو د ناروغېدو او د درملنې وړ ناروغو کورنیو د سرپرستانو د له لاسه ورکولو لامل به وګرځي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) هم ویلي و چې د ۲۰۲۲ کال له پیله تر دې دمه له ۱۸ زرو زیات افغان ماشومان په شري ناروغۍ او ۱۴۲یې له دې امله مړه شوي دي.

افغانستان کې د شري په ناروغۍ اخته یو بستر شوی ماشوم
افغانستان کې د شري په ناروغۍ اخته یو بستر شوی ماشوم

د دغه ماشومانو د مړینې لامل روغتیایي خدماتو ته نه‌لاسرسی او د شري واکسین نه‌کول بلل شوي دي.

څه موده مخکې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و، د افغانستان روغتیایي نظام په بېړني کړکېچن حالت کې دی او په دغه هېواد کې د بهرنیو مرستو پرته د ټولو روغتیایي مراکزو د فعالیتونو دوام شونی نه‌دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ له اوو میاشتو زیاته موده کېږي په دې وخت کې روغتیایي وضعیت له کړکېچ سره مخ شوی دی.

د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښیي چې یا په ځینو روغتیایي مرکزونو کې درمل نه‌شته او یا هم دغه مرکزونو کې بې‌کیفیته او د ټیټې کچې خدمات شته.

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ له زیاتېدو سره، ډېر خلک خصوصي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، یوازې یې وړیا خدماتو ته هیلې دي.

وېره شته چې د روغتیایي کړکېچ د دوام له امله په افغانستان کې انساني فاجعه رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG