د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

اشیانه: پرماشومانو جنسي تیري کې شل فیصده زیاتوالی راغلی


په افغانستان کې له ماشومانونه د ملاتړ یا اشیانې ادارې مسوولین وایي چې؛ د تیرو کلونو په پرتله له ماشومانو سره تاوتریخوالي زیات شوی دې.

د دې ادارې مشر ازادي راډیو ته وویل چې؛ پرماشومانو جنسي تیري کې شل فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ځینې ادارې همدا راز وايي چې؛ دا مهال اوه لکه افغان ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

بل خوا افغان حکومت وايي چې؛ د بې وزله ماشومانو د لاس نیوي لپاره یو خاص پروګرام لري.

سره له دې چې؛ په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم او تربیې او روغتیا په برخو کې پرمختګونه شوي دي، خو د یو شمېر مرستندویه ادارو مسوولین بیا وایي چې؛ په ځینو برخو کې د ماشومانو ځینې ستونزې زیاتې شوي دي.

د اشیانې یا بې سرپناه افغان ماشومانو لپاره مرستندویې ادارې مشر انجینر محمد یوسف ازادي راډيو ته وویل چې؛ په دې وروستیو څو میاشتو کې په ماشومانو جنیسي تیری شل فیصده زیات شوی دی.

هغه وویل چې فقر د دې سبب کیږي چې؛ ماشومان له ځینو ستونزو سره مخ شي.

د اشیانې ادارې مسوولین وایي چې؛ لا هم شپږ لکه ماشومان په ټول افغانستان کې چې اویا زره په کابل ښار کې دي د سړکونو په سر په درنو کارونو بوخت دي.

د ماشومانو د ملاتړ یا سیف ده چلدرن ادارې مسوولین هم دا خبره تاییدوي او وایي چې خوارځواکي د افغان ماشومانو یوه بله لویه ستونزه ده.

په روغتیایي برخه کې د سیف ده چلدرن ادارې مسوول ډاکټر محمد اکبر سباوون وايي چې پنځوس فیصده افغان ماشومان له خوارځواکی سره مخ دي.

نوموړي آزادي راډیو ته وویل چې د ماشومانو لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

د سیف ده چلدرن اداره له ماشومانو سره په روغتیایي او تعلیم او تربیې په برخو کې مرسته کوي.

بل خوا یو شمېر افغان ماشومان چې د سړکونو په سر په درنو کارونو بوخت دي وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ کیږي څو کار وکړي.

خو بل خوا بیا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف مسوولین وایي چې دوی هڅه کوي د ماشومانو د ستونزو هوارولو په برخه کې ډیر کار وکړي.

د دې ادارې ویاند عزیز فروتن آزادي راډيو ته وویل چې د تیرو کلونو په پرتله د ماشومانو ستونزې ډيرې کمې شوې دي.

هغه وویل چې دغه لاسته راوړنې بس نه دي او افغان حکومت او له ماشومانو سره مرستندویې ادارې باید پدې برخه کې ډير نور کار هم وکړي.

د کار او ټولینزو چارو وزارت هم د ماشومانو ستونزې تاییدوي خو وایي چې دوی بې وزله ماشومانو ته د ټولنیز مصوونیت پروګرام لري.

د دې وزارت سلاکار فرید راید آزادي راډيو ته وویل چې دوی هڅه کوي د ټولو هغو ماشومانو کورنیو سره مرستې وکړي چې خپلو ماشومانو باندې درانه کارونه کوي:

(د دوی لپاره مو اقدامات کړي، په ځینو ځایونو کې چې کومې کورنې ډیرې بیوزله وي لومړی پیژندل کیږي وروسته د ټولنیز مصوونیت پروګرام له لارې مرسته ورسره کیږي.

ډیرکله د بیوزله ماشومانو کورنیو ته پیسې هم ورکول کیږي څو خپل ماشومانو باندې زده کړه وکړي، په هغوی باندې د سړک په سر درانه کارونه ونه کړي او کوم واکسینونه چې ورته ضروري دي ورته ویې کړي).

ښاغلي رایید وویل چې؛ دا مهال په افغانستان کې یو اعشاریه درې میلونه ماشومان له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دي چې په هغو کې د سړک د غاړې کارګر ماشومان، معیوب، بې سرپنا، په نشه یي توکو روږدي او هغه ماشومان شامل دي چې جنسي تیري ورباندې کیږي.

یو شمیر کتونکي له ماشومانو سره په مرستندویو ادارو انتقاد کوي چې د ماشوم په نوم له نړیوالې ټولنې تر لاسه شوې پيسې په سمه توګه نه مصرفوي.

خو افغان حکومت او له ماشومانو سره د یوشمیر مرستندویو ادارو مسوولین بیا وایي چې دوی کار کړی او د تیرو کلونو په پرتله د ماشومانو د ژوند په وضعیت کې مثبت بدلونونه هم راغلي دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG