د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

سېف د چېلډرن: د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره او یوه میاشت کې ۴۰ یې مړه شوي


ارشیف؛ په خوارځواکي اخته ماشومان
ارشیف؛ په خوارځواکي اخته ماشومان

په افغانستان کې اقتصادي بحران، د فقر او بې کاري د کچې لوړېدو دغه هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څو چنده کړی دی.

د ماشومانو د ساتنې سازمان"سېف د چېلډرن" د چهارشنپې په ناوخته د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له حاکمیت وروسته په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي چې یوازې په ډسمبر میاشت کې ۴۰ افغان ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته شوي وو، دافغانستان په شمال کې روغتونونو ته په لاره مړه شوي دي.

له ماشومانو د ساتنې سازمان سیمه ییز مسؤلین وايي، په افغانستان کې روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په درشل کې دی او دغه مسئله د دې لامل شوې ده چې په خوارځواکۍ اخته ماشومان لازم روغتیايي خدمات تر لاسه نه کړي.

ارشیف؛په کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف؛په کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

په سیمه کې د دې سازمان د رسنیو مدیر شارلوټ رز، ازادي راډیو ته وویل:" له بده مرغه زیات شمېر ماشومان چې شدیدې درملنې ته اړتیا لري، لاس رسی نه لري ورته، ځکه چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په درشل کې دی. هغه ماشومان چې جدي درملنې ته اړتیا لري، روغتونونو کې له بندو دروازو سره مخ کېږي او درملتونونه د هغوی لپاره درمل نه لري. د دې ستونزې لامل د افغانستان هغه شتمني ده چې کنګل شوې ده، تر هغه چې دې ستونزې ته دحل یوه لار پیدا نه کړو، زیات ماشومان به ومري او دا یو تریخ حقیق دی."

له ماشومانو د ساتنې سازمان د خپور شوي راپور پر بربنسټ، که چېرې مرستې ونه رسېږي، په افغانستان کې به ۱۴ ملیونه ماشومان دخوارځواکۍ له ګواښ سره مخ شي.

د ماشومانو د تغذیې برخې متخصصین په خوارزواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل اقتصادي ننګونې او د بې کارۍ زیاتېدل بولي.

د ماشومانو د تعذیې متخصص داکتر همایون لودین ازادي راډیو ته وایي، په هرو درېیو ماشومانو کې چې په خوارځواکۍ اخته دي، یو هغه يې د اسهال او یا هم سینه و بغل له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لودین وايي:" په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ۳۵ سلنه مړینه معمولً د دې لپاره وي، چې دې ناروغۍ سره نورې مریضیانې یو ځای کېږي،لکه اسهال او سینه و بغل."

سېف د چېلډرن وایي د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی
سېف د چېلډرن وایي د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

له ماشومانو د ملاتړ سازمان په وروستي راپور کې همدا راز راغلي دي چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی او اټکل کېږي چې تر یو ملیون پوري ماشومان په خوارځواکۍ اخته او د مرګ له ګواښ سره مخ شي، خو که چېرې يې سمه درملنه ونه شي.

له ماشومانو د ملاتړ سازمان د جدي میاشتې په ۲۱ مه نېټه هم د یو راپور په خپرولو سره اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې دماشومانو وضعیت د اندېښنې وړی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې د افغان ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې ۴.۴ میلیارده ډالره مرسته برابره کړي.

XS
SM
MD
LG