د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د ماشوم ساتنې اداره: زلزله ځپلو ولايتونو کې د ماشومانو رواني حالت د اندېښنې وړ دی


افغانستان کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړي
افغانستان کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړي

د ماشومانو د ساتنې نړېواله اداره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ورستۍ زلزلې وروسته هلته د ماشومانو رواني حالت داندېښنې وړ ښودلی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل یو راپور کې ویلي چې په یادو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ماشومانو ته سخت روحي زیان رسولی.

هغه ویډیو چې دغه سازمان د پکتیکا ولایت څخه خپره کړې په هغې کې لیدل کېږي چې د حکیم په نوم یو کس له خپلو ماشومانو سره د یوې ویجاړې ترڅنګ ناست دی.

د ۳۵ کلن حکیم دوه لورګانې، خوریه او وراره چې په دې پېښه کې وژل شوي وايي، له دریو کورنیو پاتې ماشومانو روحي حالت ښه نه دی.

د ماشومانو د ساتنې نړېوال سازمان د جمعې په ورځ په یو راپور کې لیکلي، سره له دې چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ورستۍ زلزلې څخه ۹ ورخې په تېرېدو دي خو لا هم ددغه سیمې ماشومان خپل کورنو ته د بیا تګ نه ویره لري.

په راپور کې ویل شوي، دا هغه ماشومان دي چې د کورنۍ غړو یې د تل لپاره پرې ایښي.

د افغانستان په جنوب ختيځ کې د زلزلې له امله زرګونه کورونه ويجاړ شول
د افغانستان په جنوب ختيځ کې د زلزلې له امله زرګونه کورونه ويجاړ شول

د ماشومانو د ساتنې نړېوالې ادارې په وینا، ددغه ماشومانو روحي حالت ښه نه دی.

ددې سازمان رییس کریس نیامندي ويلي چې وروستۍ زلزلې تر ډېره ماشومان ویرولي او نه غواړي چې بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې د ورستۍ زلزې له امله شاوخوا ۳ سوه او ۶۲ زره ماشومان او لویان سختو خوراکي توکو، سرپنا او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.

د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې زورورې زلزلې پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګن شمېر خلکو ته مالي او ځانی زیانونه واړول.

د ورستیو معلوماتو پر بنسټ دغه پېښه کې له ۱۰۰۰ زیات وژل شوي او له ۲۴۰۰ زیات ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG