د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

په افغانستان کې د ژمي مرګونې څپه او له کبله یې ځاني او مالي زیانونه


ارشیف: د کابل یوه څنډه
ارشیف: د کابل یوه څنډه

په افغانستان کې د یخنۍ څپې لسګونه کسان او سلګونه څاروي وژلي دي.

په داسې حال کې چې مرستندویو ټولنو لا پخوا په افغانستان کې د هوا د سړېدو په اړه خبرداری ورکړی وو، اوس اوس د سړې څپې له کبله د انساني او مالي زیانونو تازه راپورونه رارسېدلي دي.

د طالبانو حکومت یوه برخه انساني او مالي زیانونه تاییدوي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د سرپرست وزارت د خطر د کمولو او وقایې رییس ملاجانان سایق بېګا رسنیو ته په یو ویډیویي پیغام کې وویل: "د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې د واورو او بارانونو امکان شته. په ډېرې خواشینۍ سره په هېواد کې د دې واورو او یخنۍ له کبله په بادغیس، فاریاب، نیمروز، غزني ولایتونو کې شپاړس کسان شهیدان شوي او له دوو زرو تر دریو زرو پورې څاروي هم تلف شوي دي."

د سایق له څرګندونو وروسته، کورنیو رسنیو د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په کوهستانات سیمه کې د سړو له کبله د یوې ښځې او دوو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.

همداراز د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس پرون د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سړو له کبله د یوې ښځې او درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.

د ژمي په رارسېدو د سون توکو بیې هم لوړې شوې دي.
د ژمي په رارسېدو د سون توکو بیې هم لوړې شوې دي.

باختر پرون په نیمروز ولایت کې هم د څه باندې دوه نیم زره څارویو د له منځه تلو خبر ورکړ.

اژانس د نیمروز د کرنې او مالدارۍ د رییس له قوله ویلي چې دا څاروي په تېره یوه اونۍ کې د یخنۍ او سختو بادونو له کبله مړه شوي.

پر ټولنیزو شبکو هم د هېواد له بېلابېلو سیمو د یخنۍ له کبله د ماشومانو او زړو په ګډون د زیانګالو خلکو د مړینو او ناروغیو خبرونه رارسېږي.

څارونکي او له هغې ډلې د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشره پلوشه حسن وايي چې د زیانګالو افغانانو زیانونه ښايي د رسمي ارقامو پرتله زیات وي.

حسن وویل: "په افغانستان کې انساني او بشری وضعیت تر هغه څه چې راپور ورکول کېږي، باید په مراتبو نور هم خراب وي، ځکه بشري مرستې همېشه د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې راځي. له یوې خوا سوړ ژمی، له بلې خوا بې روزګاري او د طالبانو سختدریځې پالیسۍ او د نړیوالې ټولنې بندیزونه ټول د خلکو وضعیت خرابوي. په اوسني حالت کې ترهرڅه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري."

په افغانستان کې د مرستندویو موسسو فعالیتونه درې اونۍ مخکې وروسته له هغه راکم شول چې د طالبانو حکومت د روغتیا او تغذیي له برخو پرته په نورو چارو کې د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیوالو او کورنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

خو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف دې چلډرن پرون اعلان وکړ چې د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار د دوام په اړه د طالبانو له چارواکو د پوره ډاډ له ترلاسه کولو وروسته یې په افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د مرستندویو موسسو یوه کوچنۍ برخه د روغتیا او تغذیې په برخو کې خلکو ته بشری مرستې رسوي.

د ډېری مرستندویو ټولنو چارې، چې افغانانو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسوي، لاهم د طالبانو د محدودیت له کبله ځنډېدلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG