د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

یو شمېر کابل ښاریان: په یوه شپه او ورځ کې درې یا څلور ساعت برښنا لرو


ارشیف: کابل ښاریان د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي
ارشیف: کابل ښاریان د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړي ډول بې وزله کورنۍ شکایت لري چې هوا د سړېدو سره منظمه برښنا نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په کابل کې د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره کابل ښاریان د برښنا د کمښت له ستونزې سره هم مخ شوي دي.

يو شمېر يې له ازادي راډيو سره په خبرو کې شکايت وکړ چې د برښنا پرچاوي ډېره شوې او يوه شپه او ورځ کې له درېيو تر څلورو ساعتونو برښنا ورکول کېږي، هغه هم د شپې ناوخته چې د دوی هېڅ درد نه دوا کوي.

ولي د کابل ښار یو اوسېدونک دی .

هغه ازادي راډيو ته وویل: "هوا سړه ده، ژمی راروان دی، برښنا ډېره خرابه شوې، کله د شپې یوه بجې راځي، کله تر سهاره او کله بیا تر څو محدود ساعتونه وروسته بېرته پرې کېږي. خلک غریب دي د سوځولو لپاره لرګي هم نه لري، جنراتور هم نه لري، د دوی یوازینۍ هیله همدا برښنا ده چې د دې درک هم نه وي."

د کابل ښاریان ادعا کوي چې د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوي خو د برښنا د بلونو بیه لوړه راځي.
د کابل ښاریان ادعا کوي چې د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوي خو د برښنا د بلونو بیه لوړه راځي.

د کابل يو بل اوسېدونکی اجمل هم ورته شکايت لري او وايي: "له یوې خوا ژمی راروان دی، له بلې خوا د تېلو، ګازو او لرګیو بیې لوړه شوې او دې وخت کې بیا د برښنا پرچاوي هم زیاتې شوې ده. د برښنا بلونه هم زیات شوي، موبايلونه چارج نه لري، کور ګرم نه وي، خو د برښنا بل لوړ راځي."

خلک د طالبانو تر کنترول لاندې له برشنا شرکت غواړي، چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د کابل ښاریانو د برښنا د پرچاوۍ او ستونزو په اړه خپلې اندېښنې ازادي راډیو سره شریکې کړې وې.

د ازادي راډیو خبریال د کابل ښاریانو د دغه اندېښنو په اړه د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وپوښت، خو ځواب یې ورنه کړ.

په افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو مخکې، هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت به یې ښه و د خپلو کورونو د روښانولو لپاره به یې له جنراتورونو، سولري برښنا او نورو وسایلو کار اخیسته.

خو کابل مېشتي وايي، له يو کال راهيسې يې اقتصادي وضعيت ډېر خراب شوی او له همدې امله د شپې له خوا په خپلو کورونو کې حتی ګازي او چارچۍ سراغونه هم نه شي روښانه کولای.

XS
SM
MD
LG